اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلي دي پاكستان بيلاروس خپل سټريټجك شراكتدار ګڼي٬بيلاروس يو داسې ملګرے دے كوم چې د پاكستان په صنعتي صلاحيت كښې زياتوتالے او شريكو اقتصادي موقعو راپېدا كولو له مرسته وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پاكستان كښې د بيلاروس سفير اے میټیلیسا سره ملاقات كښې كړې۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه تجارتي او …
بيلاروس د پاكستان صنعتي صلاحيت كښې زياتوالے او شريكو اقتصادي موقعو راپېدا كولو له مرسته كولې شي۔د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د بيلاروس سفير سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلي دي پاكستان بيلاروس خپل سټريټجك شراكتدار ګڼي٬بيلاروس يو داسې ملګرے دے كوم چې د پاكستان په صنعتي صلاحيت كښې زياتوتالے او شريكو اقتصادي موقعو راپېدا كولو له مرسته وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پاكستان كښې د بيلاروس سفير اے میټیلیسا سره ملاقات كښې كړې۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه تجارتي او صنعتي مرستې په پراختيا ٬ټيكسټائل سيكټر كښې شراكتداري٬ د كاټن وركولو متبادل ذرائعو او افرادي قوت په تبادله خبرې وشوي۔په ملاقات كښې بلوچستان كښې د بيلاروس په مرسته د چلېدونكې صنعتي منصوبې په بحالۍ هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع د تجارت وزير ووئيل حكومت د موجوده انفراسټركچر په كارولو سمدستي نتيجې ترلاسه كولو به پالېسۍ عمل كوي۔ده د بيلاروس زرعي مشينري او ټريكټر سازۍ كښې شراكتداري هم وستائېله۔په ملاقات كښې د پاكستان-بيلاروس ټيكسټائل جوائنټ وينچر ته خاص اهميت وركړے شو۔په ملاقات كښې سفير ميټيليسا پاكستان سره د ټېكنالوجۍ ټرانسفر٬انجينئرنګ سپورټ او هنر مند افرادي قوت تربيه كولو لپاره د بيلاروس خوښۍ څرګنده كړه۔ده د راتلونكې تجارتي نندارتون٬شريك فورمز او اداره جاتي روابط د لارې د اړيكو لا به مستحكمولو زور راوړو۔د تجارت وزير د شريكې وركنګ ډلې د آن لائن ميټنګ د وړاندېز ملاتړ وكړو او وې وئېل د معاشي چارو ډويژن په دې پېشرفت كوي۔









