اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي)د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي د حكومتي كمېټو او پلاويو تشكيل د پارليماني رواياتو له مخې وي٬په دې كښې تل حكومتي غړي شامل وي۔د كل په ورځ د سينيټ په غونډه كښې ده ووئيل دا يو روايت يا رواج دے چې كله هم كومه حكومتي كمېټۍ يا پلاوې جوړېږي نو په هغې كښې د حكومت غړي شامل وي٬په دې …
حكومتي كمېټۍ د پارليماني روايات له مخې جوړيږي٬په دې كښې تل حكومتي غړي شامل وي۔اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي)د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي د حكومتي كمېټو او پلاويو تشكيل د پارليماني رواياتو له مخې وي٬په دې كښې تل حكومتي غړي شامل وي۔د كل په ورځ د سينيټ په غونډه كښې ده ووئيل دا يو روايت يا رواج دے چې كله هم كومه حكومتي كمېټۍ يا پلاوې جوړېږي نو په هغې كښې د حكومت غړي شامل وي٬په دې طريقه كار د ډېرې راهيسې عمل كيږي۔د قانون وفاقي وزير قامي معاملات كښې د اپوزېشن مثبت كردار ستائېلو سره ووئېل د جنګ په حالت كښې اپوزېشن د قامي يو والي څرګندونه كړې كومه چې د ستائنې وړ ده او د هېواد او قام په ګټه كښې ده۔ده هيله څرګنده كړه چې راتلونكې كښې به هم په مهمو قامي چارو د اپوزېشن او حكومت يو بل سره د مرستې رويه برقرار وي دغسې چې هېواد ته په ورمخې ته شوو چېلنجونو په موثر انداز مقابله وكړې شي۔









