اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره پاكستان كښې د المان سفير الفريډ ګراناز د ګل په ورځ يو مهم ملاقات كړے چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه به سفارتي٬ اقتصادي او صنعتي اړيكو لا قوي كولو تفصيلي خبېر شوي دي ۔د ملاقات په مهال په خاص توګه د پاكستان رېلوے په جديد كارۍ او اپ ګريډېشن په اړه خبرې شوي دغسې چې …
وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د المان سفير الفريډ ګراناز ملاقات ٬سفارتي٬اقتصادي او د صنعتي اړيكو په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره پاكستان كښې د المان سفير الفريډ ګراناز د ګل په ورځ يو مهم ملاقات كړے چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه به سفارتي٬ اقتصادي او صنعتي اړيكو لا قوي كولو تفصيلي خبېر شوي دي ۔د ملاقات په مهال په خاص توګه د پاكستان رېلوے په جديد كارۍ او اپ ګريډېشن په اړه خبرې شوي دغسې چې د هېواد رېلوے نظام جديد ټېكنالوجي له مخې سم كړےے شي۔د ملاقات په مهال دواړو ډلو سباؤن كښې په شريكو پروژو په كار كولو غور وكړو او دې خبرې ته صلاح شول چې د پاكستان او المان ترمينځه اړيكې تر نوې لوړې كچې رسول پكار دي دغسې چې د دواړو هېوادونو معيشتونو او اولس ته ګټه ورسي۔د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د المان سفير ته د ګولړه سټېشن د تاريخي ميوزيم دورې كولو بلنه وركړه كومه چې د پاكستان رېلوے ورثه حفاظت او ودې لپاره يو مهم اقدام دے۔د المان سفير د هغه بلنه قبلولو سره ووئيل المان په دې اړه پاكستان سره به خپله مرسته روانه ساتي او په سباؤن كښې يې د لا شريكو هلو ځلو هيله ولرله۔دا ملاقات د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي٬صنعتي٬كلتور او تكنيكي مرستې ته د ودې وركولو يو مثبت پېشرفت دے او دې څخه به د پاكستان رېلوے نظام ښه كولو او د دواړو هېوادونو نزدې اړيكو ته لا وده ترلاسه شي









