کراچی 19 مئی ( اے پی پی) د سندھ مدرسته الاسلام یونیورسټی تر سيوري لاندې مپیوټنګ او د اړوندو ټیکنالوجیز په سر خط دوه ورځنے څلورم بين الاقوامي كنفرنس د 21 نه تر 22 مئي كيږي۔ نامتو ریسرچ اسکالرز به د کمپیوټنګ، مصنوعي زېركتيا او د ټولنې سباؤن جوړولو په اړه د خپلو خيالاتو څرګندونه كوي۔ وېنا كوونكو كښې د اے آئي ، پائیدارۍ او سوسائټی 5.0 نړيوال شهرت لرونكے …
د سندھ مدرسته الاسلام یونیورسټی تر سيوري لاندې 2 ورځنے څلورم بین الاقوامی کانفرنس 21 مئی څخه پيل كيږي

مزید خبریں
کراچی 19 مئی ( اے پی پی) د سندھ مدرسته الاسلام یونیورسټی تر سيوري لاندې مپیوټنګ او د اړوندو ټیکنالوجیز په سر خط دوه ورځنے څلورم بين الاقوامي كنفرنس د 21 نه تر 22 مئي كيږي۔ نامتو ریسرچ اسکالرز به د کمپیوټنګ، مصنوعي زېركتيا او د ټولنې سباؤن جوړولو په اړه د خپلو خيالاتو څرګندونه كوي۔ وېنا كوونكو كښې د اے آئي ، پائیدارۍ او سوسائټی 5.0 نړيوال شهرت لرونكے پروفیسر ډاكټر مارټن مائیر، وائرلیس سینسر نیټ ورکس، ډیجیټل ټوئنز او انسټرومینټیشن كښې خپل 40 كاله څخه زيات تحقيق لپاره نوم لرونكے پروفیسر ډاكټر بھوانی شنکر چودھري ، د هیلتھ کیئر پوهه پروفیسر داكټر ندیم محمود، نامتو پروفیسر او ریکټر ډاكټر طارق رحیم سومرو، د اے آئي او ايل او ټي د لارې د كر كېلې بدلولو پوهه پروفیسر ډاكټر عقیل الرحمان، د ډیجیټل ټرانسفارمیشن آرکیټیكټ ډاكټر رانا شهزاد قیصر او او نور شامل دي۔ د دې انټرنیشنل کانفرنس کنوینر او ډین فیکلټی آف آئی ټی ډاكټر آفتاب احمد شیخ ووئېل د انټرنیشنل کانفرنس پرانسته به د مئي په 21مه نيټه د شورو په ورځ سهار 9 بجې سر شاهنواز بھټو آډيټوریم كښې كيږي۔د نورو ریسرچ اسکالرز نه علاوہ د ایچ اي سي چیئرمین سندھ ډاكټر طارق رفیع او وائس چانسلر ایس ایم آئی یو ډاكټر مجیب صحرائي به د پرانستې غونډې ته خطاب كوي۔ ده ووئيل د پرانستې غونډې نه پس به تر مازيګر 5 بجو تكنيكي سيشنز كيږي۔









