اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د وزير مملکت طلال چوهدري سره د ګل په ورځ سهار د جناح سکوائر مري روډ انډر پاس پراجيکټ دوره وكړه او د تعميراتي کار د پېشرفت يې جاج واخست۔ داخله وزير تعميراتي كار په ټاكلې موده كښې د ترسره كولو امر سره ووئيل د منصوبې په ټولو برخو كښې په يو وخت شپه او ورځ 7/24 …
وفاقي وزير محسن نقوي د جناح سکوائر مري روډ انډر پاس پراجيکټ دوره
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د وزير مملکت طلال چوهدري سره د ګل په ورځ سهار د جناح سکوائر مري روډ انډر پاس پراجيکټ دوره وكړه او د تعميراتي کار د پېشرفت يې جاج واخست۔ داخله وزير تعميراتي كار په ټاكلې موده كښې د ترسره كولو امر سره ووئيل د منصوبې په ټولو برخو كښې په يو وخت شپه او ورځ 7/24 كار جاري اوساتئ٬ انډر پاس جوړېدو سره به د ائيرپورټ نه تر مري و کشمير د سګنل فري کوريډور سهولت ترلاسه شي چې وګړو ته به ترې اېندهن سره د وخت هم بچت كېږي۔ د سي ډي اے چئيرمېن محمد علي رندھاوا د پراجيکټ په شوي پېشرفت بريفنګ وركولو سره ووئيل د جوړولو كار د بشپړېدونكے دے۔ د جناح سکوائر مري روډ انډر پاس منصوبې د چھت كار بشپړ شوے ٬ په انډر پاس د هارټيکلچر پشمول اليکټريکل ورك هم پېل شوے ٬ دغسې د منصوبه ډرينج سسټم، د روډ ورك سره د اسفالټ کار هم په تندۍ سر روان دے۔










