د هند په ضد بریا سره پاکستان ته په سیمه ایزه او نړیواله کچه پراخه ستاینه ترلاسه شوي ۔د قومي اسمبلۍ سپیکر

لاهور18 مئي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئیلي دي چې د هند په ضد بریا سره پاکستان ته په سیمه ایزه او نړیواله کچه پراخه ستاینه ترلاسه شوي، قوم به د شهیدانو قربانۍ چري هېرې نه کړي، حکومت اولس له بنيادي آسانيو وركولو له قوي ګامونه پورته کوي، د لاهور پرامختيائي پروګرام ترمخه روانې پروژې به اولسي ښېګړې لپاره مرستياله وګرځي ، د پنجاب وزیر …

لاهور18 مئي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئیلي دي چې د هند په ضد بریا سره پاکستان ته په سیمه ایزه او نړیواله کچه پراخه ستاینه ترلاسه شوي، قوم به د شهیدانو قربانۍ چري هېرې نه کړي، حکومت اولس له بنيادي آسانيو وركولو له قوي ګامونه پورته کوي، د لاهور پرامختيائي پروګرام ترمخه روانې پروژې به اولسي ښېګړې لپاره مرستياله وګرځي ، د پنجاب وزیر اعلی مریم نواز شریف وژن لري چې چې لاهور یو عصري، پاك او ښکلی ښار جوړ کړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده اتوار په ورځ د لاهور پرمختيائي پروګرام ترمخه د 18 میلیونه روپو په لګښت د سیوریج، د اوبو رسولو او نورو بنيادي اسانيو وركولو پروژو پرانستي په موقع وكړه ۔په دې موقع صوبائي وزير سهیل شوکت بټ، د واسا ایم ډي غفران احمد او نور هم موجود وو۔ د قومي اسمبلۍ سپیکر د عملیات بنیان مرصوص په بریا د خوښۍ څرګنده کړه ٬ ده ووئيل د لوے څښتن مننه كوو چې پاکستان په دې جنګ كښې بریالی شوې ۔ ده د پاکستان د وسله والو ځواکونو زړورتیا او مېړانې ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې پاکستان وسله والو ځواکونو په هر محاذ دفاع باوري كړي، ټول قوم د یووالی او همغږي څرګندونه كړي، ټولو سیاسي قوتونو د هېواد دفاع ته خاص پام لرنه كړي، قومي اتحاد پاکستان له په ډپلوماټیك او اخلاقي بریا ورکړه، په دې لويه بریا قوم به د شهیدانو قربانۍ چري هېرې نه کړي۔ ده ووئيل چې زه په ځانګړي ډول د مسلم لیګ (ن) مشر محمد نواز شریف هم مننه کوم چې د نړیوال فشار باوجود ئې هېواد اتومي قوت جوړ كړې، دغسې چې څوك هم هېواد پلو په غلطه سترګه ونه ګوري۔

مزید خبریں