د پاكستان حكومت د هند په بريد كښې شهيدو او ژوبل شوو ته د معاوضې لپاره د آزاد كشمير حكومت ته فنډز جاري كړے ۔د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدري انوارالحق

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)د پاكستان حكومت د هند بريد څخه شهيدو او ژوبل شوو كسانو ته د معاوضې ادائيګۍ لپاره روپۍ د آزاد كشمير حكومت ته 000۔532 ملين روپۍ آزاد كشمير حكومت ته وركړې دي۔د جمعې په ورځ جاري بيان له مخې د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق ووئېل د پاكستان حكومت لخوا وركړے شوي پیكج له مخې د شهيدانو كورنۍ ته يو كروړ روپۍ وركولې …

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)د پاكستان حكومت د هند بريد څخه شهيدو او ژوبل شوو كسانو ته د معاوضې ادائيګۍ لپاره روپۍ د آزاد كشمير حكومت ته 000۔532 ملين روپۍ آزاد كشمير حكومت ته وركړې دي۔د جمعې په ورځ جاري بيان له مخې د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق ووئېل د پاكستان حكومت لخوا وركړے شوي پیكج له مخې د شهيدانو كورنۍ ته يو كروړ روپۍ وركولې شي٬سخت ژوبل شوو ته 20 لكه او لږ ژوبل شوو ته 10 لكه روپۍ د يو كس په سر ادا كولې شي۔دا رقم د دې نه علاوه دے كوم چې د آزاد كشمير حكومت شهيدانو كورنيو او ژوبل شوو ته وركړے ۔د آزاد كشمير حكومت 10 لكه روپۍ د يو كس په سر د شهيد كورنۍ ته او معذوره شوو كسانو ته 8 لكه روپۍ وركړی دي۔ده ووئيل د آزاد كشمير حكومت سخت ژوبل شوو ته درې لكه او معمولي ژوبل شوو ته پنځوس زره روپۍ د يو كس په سر ادا كړې دي۔د آزاد كشمير حكومت شهيدانو كورنيو ته كور په كور د معاوضې ادائيګي كړې ۔وزيراعظم ووئيل د آزاد كشمير حكومت لخوا د هند جارحيت څخه ځپلو كورونو٬دوكانو ته زيان رسېدل معلومولو لپاره كمېټۍ جوړې كړی ٬د كمېټو رپورټس په رڼا كښې به كورونو او د دوكانونو معاوضه وركولې شي

مزید خبریں