کراچۍ 16 مئي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د آپريشن بنيان مرصوص په كاميابۍ د يوم تشکر په مهال د پاكستان اولس او پاك پوځ له مباركي وركړې ٬ خپل پېغام كښې ده ووئيل نن د دې لوظ د تجديد ورځ ده چې كله هم د خوږ هېواد د بقا خبره وي مونږ به دغسې متحد او زمونږ حوصلې به مو لوړې وي٬ د …
نن پاك پوځ ته په بهادرۍ او جرات د پېرزوئنو وړاندې كولو ورځ ده۔ د بلاول بھټو زرداري په يوم تشکر پيغام
کراچۍ 16 مئي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د آپريشن بنيان مرصوص په كاميابۍ د يوم تشکر په مهال د پاكستان اولس او پاك پوځ له مباركي وركړې ٬ خپل پېغام كښې ده ووئيل نن د دې لوظ د تجديد ورځ ده چې كله هم د خوږ هېواد د بقا خبره وي مونږ به دغسې متحد او زمونږ حوصلې به مو لوړې وي٬ د آپريشن بنيان مرصوص کاميابي په منطقه كښې د هند د عسکري برترۍ كبر خاورې كړے دے٬ ده ووئيل نن ثابت شوه چې د فضاګانو نه تر سمندرونو او د جګو غرونو نه تر مېدانونو د پاكستان بر لاسے دے٬ د هند د بزدلانه بريد ناكامۍ په ګرده نړۍ كښې مودي سركار رسوا كړے دے٬ مونږ سوله ايز يو خو كه مونږ سره څوك جنګ كوي نو سخت ځواب به وركوٶ۔ ده ووئيل د هند لخوا سندھ طاس لوظنامې يو اړخيزه معطلي د برداشت وړ نه ده ٬ مونږ به د اوبو د خپلو حقونو دفاع كوٶ۔










