اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)د سينيټ غړو هند ته په ماتې وركولو ټول قام او پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د هېواد دښمنانو به په ګډه مقابله كوو٬ د عيار دښمن په ضد د چمتو پاتې كېدو ضرورت دے ٬د حكومت لخوا د يوم تشكر لمانځلو هركلے كوو٬د دې جنګ څخه د كشمير مسئله يو ځل بيا په نړيواله كچه رامخې ته شوې۔د جمعې …
د هېواد دښمنانو به په ګډه مقابله كوو٬د سينيټ غړو قام او پاك پوځ ته پيرزوئنې
اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)د سينيټ غړو هند ته په ماتې وركولو ټول قام او پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د هېواد دښمنانو به په ګډه مقابله كوو٬ د عيار دښمن په ضد د چمتو پاتې كېدو ضرورت دے ٬د حكومت لخوا د يوم تشكر لمانځلو هركلے كوو٬د دې جنګ څخه د كشمير مسئله يو ځل بيا په نړيواله كچه رامخې ته شوې۔د جمعې په ورځ د سينيټ غونډه كښې د پاكستان په ضد د هندي جارحيت او پاكستان لخوا په غبرګون بحث كښې سينيټر خليل طاهر سندهو ووئېل هند په بريد كښې جوماتونه او بې ګناه وګړي په نخښه كړي۔ټول قام٬حكومت٬سياسي ګوندونه او د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منير ته په لويه كاميابۍ پيرزوئنې وړاندې كوو۔سينيټر عون عباس ووئيل پاك هند جارحيت ټول پاكستانے قام يو كړے۔پاكستان په يووالي هند ته ځواب وركړے٬ د هند ميډيا دروغ وئېل٬ پاكستانۍ ميډيا او ډيجيټل ميډيا ذمه وار كردار ادا كړے ۔سينيټر عرفان الحق صديقي ووئېل اپوزېشن له د ايوان ماحول ښه ساتل پكار دے٬مونږ له د يو بل د مشرانو احترام پكار دے٬مونږ يو بل ته معلوم يو۔سينيټر حاجي هدايت الله ووئيل پاكستان به د دښمن په يووالي سره مقابله كوي٬د عيار دښمن په ضد د چمتو پاتې كېدو ضرورت دے۔سينيټر بلال ووئېل د هند په ضد په كاميابۍ د يوم تشكر لمانځلو هركلے كوو٬بلاول بهټو زرداري د پاكستان دريځ په نړيواله كچه بشپړه ډول رامخې ته كړے دے۔










