اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفي كمال د ويكسينز او داروګانو په ځائي كچه جوړولو ته پراختيا وركولو لپاره د حكومت د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د دې مقصد په درامدات انحصار كمول او د پاكستان د روغتيا نظام قوي كول دي۔ دا خبره ده په كراچۍ كښې د "يونيسيف-ډبليو اېچ او انډسټري كنسلټيشن برائے ويكسينز او فارماسيوټيكلز د ځائي پيداوار" …
وفاقي وزير مصطفي كمال د ويكسينز او داروګانو په ځائي كچه جوړولو ته پراختيا وركولو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو
اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفي كمال د ويكسينز او داروګانو په ځائي كچه جوړولو ته پراختيا وركولو لپاره د حكومت د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د دې مقصد په درامدات انحصار كمول او د پاكستان د روغتيا نظام قوي كول دي۔ دا خبره ده په كراچۍ كښې د “يونيسيف-ډبليو اېچ او انډسټري كنسلټيشن برائے ويكسينز او فارماسيوټيكلز د ځائي پيداوار” په پائې دستوره كښې وكړه۔ سيد مصطفي كمال د يونيسيف د نمائنده عبدالله فاضل او د ډبليو اېچ او د نمائنده مننه كولو سره ووئيل پاكستان د صحت پالنې ودې لپاره ستاسو د پرله پسې ملاتړ او عزم مننه كوي۔ ده ووئيل دا يوازې يوه مشاورتي غونډه نه ده٬ دا د صحت خپلواكۍ پلو زمونږ په سفر كښې يو مهم موړ راښائي ۔ ده د ويكسينز او داروګانو په ځائي كچه جوړولو ته پراختيا وركولو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔










