د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام حويلي كهوټه كښې د معركه حق لاريون مشري وكړه

مظفرآباد 15 مئي (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلستتان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام حويلي كهوټه كښې د معركه حق لاريون مشري وكړه۔په لاريون كښې د بېلو سياسي ګوندونو غړي٬سوداګر٬وكيلان٬سول سوسائټي او خبريالې ورورولۍ په لويه شمېره ګډون كولو۔په لاريون كښې ګډون كوونكو د پاكستان زنده باد٬پاك پوځ زنده باد٬وزيراعظم محمد شهباز شريف زنده باد او پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير زنده باد نعرې ووهلې۔وفاقي وزير …

مظفرآباد 15 مئي (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلستتان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام حويلي كهوټه كښې د معركه حق لاريون مشري وكړه۔په لاريون كښې د بېلو سياسي ګوندونو غړي٬سوداګر٬وكيلان٬سول سوسائټي او خبريالې ورورولۍ په لويه شمېره ګډون كولو۔په لاريون كښې ګډون كوونكو د پاكستان زنده باد٬پاك پوځ زنده باد٬وزيراعظم محمد شهباز شريف زنده باد او پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير زنده باد نعرې ووهلې۔وفاقي وزير خطاب كښې ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خاص هدايت په لائن آف كنټرول اولس له راغلے يم۔پاك پوځ زمونږ د پولو محافظ دے او 25 كروړه پاكستانے اولس د خپلو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔په ايل او سي مېشته اولس د فرنټ لائن مجاهدين دي كوم چې د پاك پوځ سره په ګډه د هېواد دفاع كوي۔د دوي د قربانو احساس وزيراعظم محمد شهباز شريف او ټول قام لري ۔ده د هند بريد څخه شهيدو شوو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كولو سره ووئېل وزيراعظم محمد شهباز شريف د شهيدانو كورنيو له د يو كروړ او ژوبل شوو لپاره د شل لكه روپو مالي مرستې اعلان كړے ۔د ځپليو كورنيو به مالي مرسته كولې شي او د ژوبل شوو كسانو به علاج وړيا كولې شي۔

مزید خبریں