کوئټه۔ 30 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان لنډ مهاله ګورنر کيپټن (ر) عبدالخالق اچکزئی د وړوكي اختر په موقع ټولې اسلامي نړۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې وړوكے اختر په حقيقت كښې د روژې مباركه مياشت كښې زمونږ كړي عبادت ٬ نظم وضبط او زغم لپاره د پاك پروردګار لخوا انعام دے٬ دا زمونږ اجتماعي ذمه واري ده چې مونږ خپلو نعمتونو كښې د خپلې ټولنې بې …
د بلوچستان د لنډ مهاله ګورنر کيپټن (ر) عبدالخالق اچکزئی د وړوكي اختر په موقع ټولې اسلامي نړۍ ته مباركي

مزید خبریں
کوئټه۔ 30 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان لنډ مهاله ګورنر کيپټن (ر) عبدالخالق اچکزئی د وړوكي اختر په موقع ټولې اسلامي نړۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې وړوكے اختر په حقيقت كښې د روژې مباركه مياشت كښې زمونږ كړي عبادت ٬ نظم وضبط او زغم لپاره د پاك پروردګار لخوا انعام دے٬ دا زمونږ اجتماعي ذمه واري ده چې مونږ خپلو نعمتونو كښې د خپلې ټولنې بې وزله او ضرورت مند وګړي شريك كړؤ۔ داسې كولو سره مونږ د يووالي او خواخوږۍ احساس پېدا كولې شوو۔ ده ووئيل دا اقدار خپلولو سره مونږ يوه زياته مساوي ټولنه تشكيل كولې شوو چرته چې هر وګړي ته د پرمختګ پړاؤنو سر كولو او وقار سره د وړوكي اختر خوشحالۍ لمانځلو موقعه ترلاسه شي۔







