د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼدي سره د پيپلز ټيچر فورم چارسدې ضلعې پلاوي ملاقات

پیښور 24 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼدي سره د چارسدې ضلعې پيپلز ټيچر فورم پلاوي ضلعي صدر شكيل احمد په مشرۍ كښې د ګل په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړې۔20 كسيزه پلاوي كښې نويد الله٬حيات خان او كفيات الله پشمول نور شامل و۔پلاوي ګورنر استاذانو ته رامخې ته شويو مسئلو نه خبر كړو۔پلاوي ووئيل چې د 1993 نه تر 1996 پي پي …

پیښور 24 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼدي سره د چارسدې ضلعې پيپلز ټيچر فورم پلاوي ضلعي صدر شكيل احمد په مشرۍ كښې د ګل په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړې۔20 كسيزه پلاوي كښې نويد الله٬حيات خان او كفيات الله پشمول نور شامل و۔پلاوي ګورنر استاذانو ته رامخې ته شويو مسئلو نه خبر كړو۔پلاوي ووئيل چې د 1993 نه تر 1996 پي پي پي حكومت پ دور كښې استاذان په عارضي توګه بهرتي كړې و٬د دې نه پس حكومت ختمېدو نه پس نوې حكومت هغوي برطرف كړل۔ده ووئيل چې د ملازمينو په خواست هائي كورټ هغوي بحال كولو احكامات جاري كړي او بيا هغوي د قانون سازۍ د لارې بحال كړل او د تحريك انصاف حكومت هغوي بيا وويستل۔دوي ګورنر ته خواست وكرو چې د هغوي مقدمه دې صدر مملكت آصف علي زرداري ته وړاندې كولو سره برطرف استاذان بحالولو خواست وكري۔ګورنر په دې موقع پلاوي ته د خپلې خوا مسئلې حل كولو بشپړه مرستې باور وركړو