د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي مولانا فضل الرحمن سره ملاقات

کوئټه۔ 24 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د جمعيت علماﺀ اسلام مشر مولانا فضل الرحمن سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې سېنېټر مولانا عبد الواسع، په بلوچستان اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر میر یونس عزیز زهری ، د صوبائي اسمبلۍ غړې سید ظفر آغا، مولانا صلاح الدین ایوبی او نور هم موجود وو۔ په ملاقات كښې په بلوچستان كښې د امن او امان په …

کوئټه۔ 24 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د جمعيت علماﺀ اسلام مشر مولانا فضل الرحمن سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې سېنېټر مولانا عبد الواسع، په بلوچستان اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر میر یونس عزیز زهری ، د صوبائي اسمبلۍ غړې سید ظفر آغا، مولانا صلاح الدین ایوبی او نور هم موجود وو۔ په ملاقات كښې په بلوچستان كښې د امن او امان په مجموعي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات څخه وروستو وزيراعلی په اېكس خپل پوسټ كښې ووئيل په صوبه كښې تلپاتے امن په ځائې كولو له به ټولو سټېك هولډرز له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ عزائم به ناكامه كوو او د پاك پروردګار فضل سره به بلوچستان يوه پرامن او سوكاله صوبه جوړوؤ