د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه د پاكستان ورځ په موقع پېغام

ګلګت 23 مارچ (اے پي پي)د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه د پاكستان ورځ په موقع په خپل پېغام كښې وئېلي دي چې 23 مارچ د پاكستان د تاريخ تر ټولو مهمه ورځ ده٬په ننۍ ورځ د نيمې وچې مسلمانانو د خپل منزل تعين كړې او يو موټې كېدو سره پرله پسې هڅو په نتيجه كښې پاكستان په عملي توګه جوړيدل ممكن شوي٬نن ورځ به مونږ له لوظ كول …

ګلګت 23 مارچ (اے پي پي)د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه د پاكستان ورځ په موقع په خپل پېغام كښې وئېلي دي چې 23 مارچ د پاكستان د تاريخ تر ټولو مهمه ورځ ده٬په ننۍ ورځ د نيمې وچې مسلمانانو د خپل منزل تعين كړې او يو موټې كېدو سره پرله پسې هڅو په نتيجه كښې پاكستان په عملي توګه جوړيدل ممكن شوي٬نن ورځ به مونږ له لوظ كول وي چې مونږ به د قائداعظم او علامه اقبال افكار د لارې د هېواد او قوم پرمختګ او خوشحالۍ لپاره خپل كردار ادا كوو۔ده ووئيل چې مونږ له به تر ټولو وړومبې خپل دښمن پيژندل دي كوم چې د هېواد كمزورې كولو لپاره ناكامه هڅې كوي٬تر څو چې د قوم په حېث مونږ ټول د خپل هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره كار ونه كړو تر هغه د بحرانونو څخه وتل ممكن نه دي