لاهور 23 مارچ (اے پي پي) د ټول هېواد په شان صوبائي سرښار لاهور كښې د پاکستان ورځ ملي جوش او جذبے سره ولمانځلے شوه۔د ورځ په پېل صوبائي سرښار لاهور كښې د 21 توپو سلامۍ سره وشوه۔د پاکستان ورځ په موقع لاهور كښې د ختيز شاعر ډاکټر علامه محمد اقبال په مزار د ګارډز د بدلون دستوره وشوه چرته چې د پاك فضائيه يوي چټك ډلي پنجاب رينجرز په …
د پاکستان ورځ پاك فضائيه په مزار اقبال د ګارډز فرائض سنبھال كړل، ايئر وائس مارشل اختر عمران سدوزئي په مزار د ګلونو څادر غوړولو

مزید خبریں
لاهور 23 مارچ (اے پي پي) د ټول هېواد په شان صوبائي سرښار لاهور كښې د پاکستان ورځ ملي جوش او جذبے سره ولمانځلے شوه۔د ورځ په پېل صوبائي سرښار لاهور كښې د 21 توپو سلامۍ سره وشوه۔د پاکستان ورځ په موقع لاهور كښې د ختيز شاعر ډاکټر علامه محمد اقبال په مزار د ګارډز د بدلون دستوره وشوه چرته چې د پاك فضائيه يوي چټك ډلي پنجاب رينجرز په ځائې په مزار اقبال د ګارډز فرائض سنبھال كړي۔د ګارډز بدلون دستوره كښې سول و عسکري چارواكو كډون وكړو دغسې ايئر وائس مارشل اختر عمران سدوزئي د دستوري خاص ميلمه وو۔هغه د پريډ معائنه وكړه دغسې ايئر فورس او رينجرز يوي چټك ډلي هغه ته سلامي وكړه۔دستوره كښې خاص ميلمه ايئر وائس مارشل اختر عمران سدوزئي په مزار اقبال د ګلونو څادر وغوړولو او فاتحه خواني ئې وكړه۔ده د ميلمنو په کتاب كښې خپل تاثرات هم وليكل۔په دې موقع د هېواد سلامتيا او پرمختګ لپاره خصوصي دعا وشوه۔







