بلوچستان له به يو داسې روښانه سباؤن وركړؤ چرته چې ټول مستحق كوچنيان معياري زده كړو ته لاس رسنه ولري: ګورنر جعفر خان مندوخېل

کوئټه۔ 07 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل وئيلي دي د بلوچستان حكومت لخوا د ګردې صوبې او په خاص توګه د وروستو پاتې ضلعو زيركو او مستحق زده كوؤنكو هلكانو او انجونو له سكالرشپس برابرول يو انقلابي پروګرام دے ٬ د بلوچستان اېجوکېشن انډومنټ فنډ (بیف) لخوا سكالرشپ زده كړې ته وده او د صوبې بې وزله زده كوؤنكي د زده كړو د لارې په …

کوئټه۔ 07 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل وئيلي دي د بلوچستان حكومت لخوا د ګردې صوبې او په خاص توګه د وروستو پاتې ضلعو زيركو او مستحق زده كوؤنكو هلكانو او انجونو له سكالرشپس برابرول يو انقلابي پروګرام دے ٬ د بلوچستان اېجوکېشن انډومنټ فنډ (بیف) لخوا سكالرشپ زده كړې ته وده او د صوبې بې وزله زده كوؤنكي د زده كړو د لارې په خپلو پښو د اودرولو يو روښانه مثال دے٬ مونږ به بلوچستان له يو داسې روښانه سباؤن وركړؤ چرته چې ټول مستحق كوچنيان معياري زده كړو ته لاس رسنه ولري او هر يو وګړے په عزت او سوكالۍ سره ژوند وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګورنر هاؤس كوئټه كښې د بلوچستان حكومت ایجوکېشن انډومنټ فنډ نوو سكيمونو او د ادارې كاركردكۍ په اړه د بريفېنګ په مهال وكړه۔ بريفنګ د بیف چیف اېګزېکټو آفیسر اېم زكريا نورزئی وركړو۔ په دې موقع د بلوچستان ګورنر ووئيل د بيف مقصد په صوبه كښې يتيمانانو ٬ بې وزله او د سوېلين شهيدانو كوچنيانو ته د خصوصي پاملرنې سره وظيفې په مېرټ وركول دي۔ ګورنر ووئيل مونږ د خپلو ځوانانو په صلاحيتونو باور لرؤ او د دوي ځلولو له كوټلي ګامونه پورته كوؤ دغسې چې د دوئي سباؤن لا ښه كړے شي۔ ده ووئيل د نړۍ د پرمختګ كړو هېوادونو د پرمختګ راز زده كړو سره تعلق لري۔ ګورنر ووئيل دا د حكومت ذمه واري ده چې د بلوچستان هر يو كوچني ته د معياري زده كړو رسنه باوري كړي۔ د بلوچستان ګورنر د بيف ټولې ډلې ته خصوصي هدايت وكړو چې هغه د سكالرشپ په رسنه كښې مېرټ او سپېځلتيا باوري كړي او د بيف سكالرشپ او د زده كړې سكيمونو په اړه اولسي شعور بېدار كړي۔