کوئټه۔ 07 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي سره د سندس فاؤنډېشن ډائرېكټر ایئر وائس مارشل (ریټائرډ) آفتاب حسېن ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په بلوچستان كښې د سندس فاؤنډېشن فعاليتونو ته په پراختيا وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال د صوبې په وروستو پاتې سيمو كښې د وينې كمي سره مخ رنځورانو لپاره د درملنو په آسانيو هم خبرې وشوې۔ وزیر اعلیٰ په …
د تھیلیسیمیاﺀ او هیموفیلیا درملنو لپاره د سندس فاؤنډېشن خذمات د ستائنې وړ دي ٬ د بلوچستان وزيراعلی
کوئټه۔ 07 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي سره د سندس فاؤنډېشن ډائرېكټر ایئر وائس مارشل (ریټائرډ) آفتاب حسېن ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په بلوچستان كښې د سندس فاؤنډېشن فعاليتونو ته په پراختيا وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال د صوبې په وروستو پاتې سيمو كښې د وينې كمي سره مخ رنځورانو لپاره د درملنو په آسانيو هم خبرې وشوې۔ وزیر اعلیٰ په كوئټه كښې د سندس فاؤنډېشن مرکز جوړولو له د هر ممكن مرستې باور وركولو سره ووئيل د تھیلیسیمیاﺀ او هیموفیلیا درملنو لپاره د سندس فاؤنډېشن خذمات د ستائنې وړ دي٬ اولسي خېر ښېګړې لپاره د سركاري او غېر سركاري ادارو ترمينځه همكارۍ ته به پراختيا وركول وي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې د روغتيا نظام ښه كوؤ ، د پبلک پرائیوېټ پارټنرشپ لاندې به په بلوچستان كښې د روغتيا معياري آسانيو رسنه باوري كوؤ










