كوئټه 07 جنوری (اے پی پی)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل سره نن د كوئټې په ګورنر هاؤس كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي مولانا هدايت الرحمان په مشرۍ كې د جماعت اسلامي پلاوي ملاقات كړے دے ۔په ملاقات كښې د بلوچستان اولس ته د رامخې ته شوو معاشي چېلنجونو پشمول ګرانۍ٬بيروزګارۍ او افغانستان او ايران سره د تجارت په اړه د اولس په ستونزو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د بلوچستان ګورنر …
د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل سره د جماعت اسلامي پلاوي ملاقات
كوئټه 07 جنوری (اے پی پی)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل سره نن د كوئټې په ګورنر هاؤس كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي مولانا هدايت الرحمان په مشرۍ كې د جماعت اسلامي پلاوي ملاقات كړے دے ۔په ملاقات كښې د بلوچستان اولس ته د رامخې ته شوو معاشي چېلنجونو پشمول ګرانۍ٬بيروزګارۍ او افغانستان او ايران سره د تجارت په اړه د اولس په ستونزو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د بلوچستان ګورنر پلاوي ته باور وركړو چې د اولس ګېلې لرې كولو او د وګړو د وقار او عظمت پاسدارۍ باوري كولو لپاره به ټول اړوند چارواكي ډېر زر خبر كړی شي










