د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډه٬ د فارن آفيئر ريجنل دفتر پرانستلو٬په ايوان كښې د تلاوت كلام پاك نه پس د نعت شريف وئيلو او د فزيوتهراپسټ مستقلۍ په اړه قراردادونه په يوه خله منظور كړے شول

پېښور 06 جنوری (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډه كښې د فارن آفيئر ريجنل دفتر پرانستلو٬په ايوان كښې د تلاوت كلام پاك نه پس د نعت شريف وئېلو او د فزيوتهراپسټ مستقلۍ په اړه قراردادونه په يوه خله منظور كړے شول ۔د ګل په ورځ د اسمبلۍ غونډې په مهال حكومتي غړي تاج محمد ترند قرارداد وړاندې كولو كښې ووئېل چې فارن آفيئر آفس یپښور كښې خپل ريجنل دفتر …

پېښور 06 جنوری (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډه كښې د فارن آفيئر ريجنل دفتر پرانستلو٬په ايوان كښې د تلاوت كلام پاك نه پس د نعت شريف وئېلو او د فزيوتهراپسټ مستقلۍ په اړه قراردادونه په يوه خله منظور كړے شول ۔د ګل په ورځ د اسمبلۍ غونډې په مهال حكومتي غړي تاج محمد ترند قرارداد وړاندې كولو كښې ووئېل چې فارن آفيئر آفس یپښور كښې خپل ريجنل دفتر پرانستلې دے ٬ د صوبې خلق په خاص توګه زده كوونكي د كاغذات تصديق لپاره دغې دفتر ته ځي چرته چې د خلقو ډېره ګڼه وي ٬ لهذا دا ايوان د صوبائي حكومت څخه غوښتنه كوي چې هغه د وفاقي حكومت څخه د دې امر سفارش وكړي چې فارن آفس دفتر هر ډويژنل هېډكوارټر كښې پرانستلې شي٬ايم پي اے عبدالغني قامي اسمبلۍ٬پنجاب او سندھ اسمبلو غوندې خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې هم د تلاوت كلام پاك نه پس د نعت وئېلي قرارداد وړاندې كړو۔حكومتي غړي شفيع الله قرارداد وړاندې كولو سره غوښتنه وكړه چې د اے پي سكيم له مخې ضلعي روغتونونو كښې فزيوتهراپسټ تعينات كړے شوي خو د تنخاګانو عدم ادايګۍ له امله فزيوتهراپسټ وظيفه ترسره كولې نه شي چې له امله يې رنځوران د فيزيوتهراپسټ آسانيو څخه محرومېږي لهذا سفارش كيږي چې ضلعي روغتونونو كښې ټول فيزيوتهراپسټ مستقل كړے شي او د هغوي تنخاګانې ادا كړی شي۔ دغسې د دې قراردادونو غونډې په يوه خله منزوري وركړه