په لكي مروت ضلع كښې د شهيدو شوو پوليس اهلكارو د جنازې مونځ ادا كړے شو

پېښور۔ 06 جنوری (اے پی پی) په لكي مروت ضلع كښې د شهيدو شوو دوو پوليس اهلكارو حكمت او خان بهادر د جنازې مونځونه سركاري درناوي سره ادا كړے شول ۔ ریجنل پولیس افسر (آر پی او) عمران شاهد، ډپټي کمشنر (لکی مروت)، د پولیس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو چارواكو او ګڼ شمېر د سيمې مشرانو د جنازې په مونځونو كښې ګډون وكړو۔ دوئي شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې …

پېښور۔ 06 جنوری (اے پی پی) په لكي مروت ضلع كښې د شهيدو شوو دوو پوليس اهلكارو حكمت او خان بهادر د جنازې مونځونه سركاري درناوي سره ادا كړے شول ۔ ریجنل پولیس افسر (آر پی او) عمران شاهد، ډپټي کمشنر (لکی مروت)، د پولیس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو چارواكو او ګڼ شمېر د سيمې مشرانو د جنازې په مونځونو كښې ګډون وكړو۔ دوئي شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره هغوي لپاره د لوړو درجو دعا وكړه۔ ریجنل پولیس آفیسر او ډپټی کمشنر (لکی مروت) د شهيدانو وارثانو ته تسلي وركولو سره ووئيل د غم او دړد په دې سخت وخت كښې مونږ تاسو سره يو برابر ولاړ يؤ او تاسو سره به هر ممكنه مرسته كولې شي۔ ده ووئيل د شهيدانو وينه به هېڅكله بې ځايه نه ځي٬ ټول قام د دوئي قربانيو ته د قدر په سترګه ګوري۔ جنازې څخه وروستو د شهيدانو مړي خپلو پلرنو كليو ته روان كړے شول