پېښور 02 جنوري (اے پي پي) د فاټا ټربيونل چيئرمېن کفايت الله خان د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔ ملاقات كښې پخواني فاټا سيمو كښې په عدالتي چارو ، اولسي مسئلو او د انصاف وركړې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د فاټا ټربيونل چيئرمېن ګورنر د ټربيونل کارکردګۍ او مقدمو پريكړو پيشرفت څخه خبر كړو۔ده په سيمه كښې په قانوني …
د فاټا ټربيونل چيئرمېن د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره ملاقات

مزید خبریں
پېښور 02 جنوري (اے پي پي) د فاټا ټربيونل چيئرمېن کفايت الله خان د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔ ملاقات كښې پخواني فاټا سيمو كښې په عدالتي چارو ، اولسي مسئلو او د انصاف وركړې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د فاټا ټربيونل چيئرمېن ګورنر د ټربيونل کارکردګۍ او مقدمو پريكړو پيشرفت څخه خبر كړو۔ده په سيمه كښې په قانوني چارو او اولس له سمدستي انصاف وركولو په اړه په چيلنجونو هم رڼا واچوله۔ګورنر فيصل کريم کنډي د فاټا ټربيونل کارکردګي ستاېئلو سره ووئيل پخواني قبائلي سيمو كښې انصاف وركولو ، د هغوي د وفاقي محکمو په اړه مسائل حل كولو ته پام لرنه كوو۔ده د ټربيونل کردار قوي كولو او اولس له اسانيو وركولو لپاره د هر ممكن مرستي باور وركړو۔










