كوئټه 31 دسمبر(اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د نهې په ورځ د جعفر آباد خان ګړھ جمالي سيمې دوره كړی چرته چې هغه د قامي اسمبلۍ غړي مير خان محمد جمالي ورور٬ارواښاد مير اسرار خان جمالي په مړينه غمرازي او فاتحه خواني وكړه ۔وزيراعلٰی سره صوبائي وزيران مير سليم خان كهوسه٬مير محمد صادق عمراني٬مير عاصم ګرد ګيلو٬سردار فيصل خان جمال او پارليماني سيكرټريز مير عبدالمجيد باديني او …
د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د جعفر آباد د خان ګړھ جمالي سيمې دوره٬د مير خان محمد جمالي ورور په مړينه د غمرازۍ څرګندونه

مزید خبریں
كوئټه 31 دسمبر(اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د نهې په ورځ د جعفر آباد خان ګړھ جمالي سيمې دوره كړی چرته چې هغه د قامي اسمبلۍ غړي مير خان محمد جمالي ورور٬ارواښاد مير اسرار خان جمالي په مړينه غمرازي او فاتحه خواني وكړه ۔وزيراعلٰی سره صوبائي وزيران مير سليم خان كهوسه٬مير محمد صادق عمراني٬مير عاصم ګرد ګيلو٬سردار فيصل خان جمال او پارليماني سيكرټريز مير عبدالمجيد باديني او حاجي محمد خان لهړي هم موجود وو۔د غمرازۍ په موقع غم جنو كورني سره د قامي اسمبلۍ غړي مير خان محمد جمالي٬سردار زاده هارون خان جمالي٬پخواني وفاقي وزير مير چنګيز خان جمالي٬پخواني صوبائي وزير فائق خان جمالي او د جمالي اقوام نور مشران موجود وو۔د بلوچستان وزيراعلٰی د ارواښاد لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه ۔ده د غم جنې كورنۍ سره د يو والي څرګندونه كولو سره ووئېل د مير اسرار خان جمالي خذمات به تل ياد ساتلے شي۔










