پېښور ۔ 29 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د وزيرالی د اطلاعاتو سلاكار ډاكټر محمد علي سېف وئيلي دي چې په كرم جرګه كښې د متحارب قبائلو ترمينځه امن لپاره سلا يوه شوې ده۔ د اتوار په ورځ د روانو امن مذاكراتو تفصيلات وړاندې كولو سره ده ميډيا ته ووئيل جرګه به د نهې په ورځ يو وارې بيا كيږي۔ جرګې مشاورت سره يو فريق ته د دوه …
په كرم جرګه كښې امن لپاره د متحارب قبائلو ترمينځه سلا يوه شوې ده: بيرسټر سيف

مزید خبریں
پېښور ۔ 29 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د وزيرالی د اطلاعاتو سلاكار ډاكټر محمد علي سېف وئيلي دي چې په كرم جرګه كښې د متحارب قبائلو ترمينځه امن لپاره سلا يوه شوې ده۔ د اتوار په ورځ د روانو امن مذاكراتو تفصيلات وړاندې كولو سره ده ميډيا ته ووئيل جرګه به د نهې په ورځ يو وارې بيا كيږي۔ جرګې مشاورت سره يو فريق ته د دوه ورځو وخت وركولو پرېكړه كړې ده كوم چې په يو شمېر نكتو خپلو لارښودو سره خبره كولو له وخت غوښتلے دے۔ د انجمن سېکرټری او د امن جرګې غړي جلال بنګش ميډيا ته وئيلي چې وړاندې كړې شوې غوښتنې او وړاندېزونه منلې شوي دي او د طوري بنګ قبيلې لوظنامه لاس ليك كړې ده۔ ده ووئيل په كوهاټ كښې په روانو امن مذاكراتو كښې د پېشرفت مقصد د متحارب قابئلو ترمينځه تلپاتي امن لپاره يوه لوظنامه كول وو چرته چې نومبر مياشتې څخه د پېل شوو نښتو په نتيجه كښې 100 څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ بېرسټر سېف ووئيل كرم شخړه د كے پي كے وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور د ګرېنډ جرګې د هڅو له امله حل كېدو ته نزدے ده۔










