پشاور۔ 25 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډا پور د نيمې اوچې مسلمانانو جلا رياست لپاره د قائد اعظم زيركې مشرتابه او نه ستړې كېدونكو هڅو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د قائد اعظم په مشرتابه كښې د مسلمانانو لارښودو د هڅو او ستړو په نتيجه كښې پاكستان جوړ شو٬ د دې بقا ٬ سلامتيا ٬ پرمختګ او سوكالي …
د نيمې اوچې مسلمانانو جلا رياست لپاره د قائد اعظم زيركې مشرتابه او نه ستړې كيدونكو هڅو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كوؤ ٬ د خيبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډا پور

مزید خبریں
پشاور۔ 25 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډا پور د نيمې اوچې مسلمانانو جلا رياست لپاره د قائد اعظم زيركې مشرتابه او نه ستړې كېدونكو هڅو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د قائد اعظم په مشرتابه كښې د مسلمانانو لارښودو د هڅو او ستړو په نتيجه كښې پاكستان جوړ شو٬ د دې بقا ٬ سلامتيا ٬ پرمختګ او سوكالي زمونږ تر ټولو لومړۍ ذمه واري اوترجيح ده٬ د قائد اعظم زرين اصول ایمان، اتحاد او تنظیم د خپل ژوند شعار جوړولو سره مونږ د تعمير او پرمختګ خوب ريښتيا كولې شوو۔ د قائد اعظم د زېږېدنې ورځې په موقعه خپل پېغام كښی ده ووئيل د ګاونډي هېواد هند مسلم مخالف او جارحانه رويې دا ثابت كړې ده چې مسلمانانو لپاره د يو جلا هېواد پرېكره سمه او ضروري وه۔ ده ووئيل د هېواد بقا او سلامتيا لپاره پاك پوځ او پاكستاني قام كومې قربانۍ څخه مخ اړولې او نه به سباؤن كښې د وطن د سلامتيا كومه سودا وكړي۔ ده ووئيل ضرورت د دې خبرې دې چې مونږ د پاكستان د مؤسسينو د وژن له مخې د دې هېواد يو عظيم فلاحي رياست جوړولو له سياسي تړون څخه پرته خپل انفرادي او اجتماعي كردار ترسره كړؤ او هېواد كښې د قانون ٬ انصاف او مېرټ نظام په ځاے كړؤ كوم چې د يو فلاحي رياست بنيادي ستنې دي۔









