پېښور ر۔ 25 دسمبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزیر اعلیٰ علي امین ګنډا پور د مسیحی ټولنې د مذهبي اختر کرسمس په مناسبت د هېواد په کچه، په ځانګړې توګه د خېبرپښتونخوا مسیحی ټولنې ته مبارکۍ ورکړې او ویلي یې دي چې صوبائي حکومت د مسیحی ټولنې په خوشاليو كښې يو برابر شریک دے۔ د کرسمس په اړه د مباركۍ خپل پیغام کښې وزیر اعلیٰ ویلي چې په پاکستان …
مسيحي ورورولۍ ته د كرسمس مباركي ٬ صوبائي حكومت د دوئي په خوشحالو كښې يو برابر شريك دے ٬ وزيراعلی علي امين ګنډاپور

مزید خبریں
پېښور ر۔ 25 دسمبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزیر اعلیٰ علي امین ګنډا پور د مسیحی ټولنې د مذهبي اختر کرسمس په مناسبت د هېواد په کچه، په ځانګړې توګه د خېبرپښتونخوا مسیحی ټولنې ته مبارکۍ ورکړې او ویلي یې دي چې صوبائي حکومت د مسیحی ټولنې په خوشاليو كښې يو برابر شریک دے۔ د کرسمس په اړه د مباركۍ خپل پیغام کښې وزیر اعلیٰ ویلي چې په پاکستان کښې ټولو اقلیتونو ته مساوي حقوق ترلاسه دي٬ اسلام اقلیتونو ته د مساوي حقونو ورکولو درس ورکوي او زموږ اساسي قانون هغوی ته د خپلو مذهبي عبادتونو، رسوماتو او اخترونو بشپړه آزادۍ سره د ترسره کولو ضمانت ورکوي۔ هغه په دې ټینګار وکړ چې موجوده ملي او نړیوال وضعیت دا غوښتنه کوي چې په هره کچه دې بېن المذاهب همغږۍ ته وده ورکړې شي۔ وزیر اعلیٰ وویل حکومت په صوبه كښې د اقلیتونو په شمول د ټولو وګړو د ژوند او مال د ساتنې لپاره قوي اقدامات کوي، زموږ هدف یو سوله ییز او خوشحاله خیبرپښتونخوا دے چې په کښې د ټولنې د کمزورې طبقو او اقلیتونو د حقوقونو ساتنې ته خاص پاملرنه كولې شي۔









