د صحت صلاحكار احتشام علی د ډائریکټوریټ جنرل هیلتھ سروسز دورہ

پېښور 12 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ د صحت صلاحكار احتشام علی د ډائریکټوریټ جنرل هیلتھ سروسز دورہ وكړه۔په دې موقع ډائریکټر جنرل هیلتھ سروسز ډاكټر محمد سلیم او ایډېشنل ډائریټر جنرل پبلك هيلتھ ډاكټر شاهد یونس هم ده سره وو۔ د روغتيا صلاحكار د ډائریکټوریټ جنرل هیلتھ سروسز د بېلو څانګو دورہ وكړه۔ سټاف سره ملااقت او هغوي څخه ئې بریفنګ واغست۔ هغه پخپله د پروکیورمنټ، …

پېښور 12 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ د صحت صلاحكار احتشام علی د ډائریکټوریټ جنرل هیلتھ سروسز دورہ وكړه۔په دې موقع ډائریکټر جنرل هیلتھ سروسز ډاكټر محمد سلیم او ایډېشنل ډائریټر جنرل پبلك هيلتھ ډاكټر شاهد یونس هم ده سره وو۔ د روغتيا صلاحكار د ډائریکټوریټ جنرل هیلتھ سروسز د بېلو څانګو دورہ وكړه۔ سټاف سره ملااقت او هغوي څخه ئې بریفنګ واغست۔ هغه پخپله د پروکیورمنټ، نرسنګ، ډي ایچ آئي اېس، نیوټرېشن پشمول د بېلو څانګو دفترو ته لاړو او عملې سره ئې ملاقات وكړو۔په دې موقع ده د عملې سره غير رسمی خبرې اترې هم وكړي او د هغوي مسئلې ئې واوريدلې۔د روغتيا صلاحكار په دې موقع هیلتھ ډائریکټوریټ كښې د ډیجټائزیشن عمل مشاهدہ هم وكړه۔ده ډي جي هیلتھ سټاف ته سپارښتنه وكړه چې په ښه ډول كار وكړي او په ميرټ خپل كار روان اوساتي۔

مزید خبریں