کوئټه ۔ 11 دسمبر (اے پی پی) د روغتيا صوبائي وزير بخت اېم كاكړ د ژوب ضلعې په سنبهازه سيمه كښې د 15 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ځوانانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي بلوچستان كښې امن ته د زيان رسولو كوم سازش به كاميابېدو ته پرې نه ښودلے شي٬ اولس د امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ صوبائی وزیر ووئيل د هېواد دښمنه …
د روغتيا صوبائي وزير په ژوب كښې د 15 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
کوئټه ۔ 11 دسمبر (اے پی پی) د روغتيا صوبائي وزير بخت اېم كاكړ د ژوب ضلعې په سنبهازه سيمه كښې د 15 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ځوانانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي بلوچستان كښې امن ته د زيان رسولو كوم سازش به كاميابېدو ته پرې نه ښودلے شي٬ اولس د امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ صوبائی وزیر ووئيل د هېواد دښمنه عناصر بهرنۍ ايجنډا ناكامه كولو له اولس او امنيتي ځواكونه يو موټے دي٬ د بې ګناه وګړو ژوند سره د لوبو كوؤنكو په ضد به سخت اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل د خوارجيانو مقابلې په مهال سپاهي عارف الرحمن په وطن خپل ځان قربان كړو٬ د هېواد د پولو تحفظ لپاره د ځان قرباني وركوؤنكو فرزندانو ته سلام كوؤ۔ ده ووئيل د غم په دې وخت كښې مونږ ځپلې كورنۍ سره ولاړ يؤ۔ دغسې ده شهيد شوي له د لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه ۔









