اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي چې موسمياتي بدلون نه يوازې پاكستان بلكه د ټولې نړۍ لپاره لوے چېلنج دے٬په ټول هېواد كښې د قدرتي وسائلو بې دريغه استعمال له امله موسمياتي بدلونونو رامخې ته كېږي٬د موسمياتي بدلون مخ نيوي لپاره به په ګډه كار كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د موسمياتي بدلون په اړه كنفرنس ته …
موسمياتي بدلون نه يوازې پاكستان بلكه د ټولې نړۍ لپاره لوے چېلنج دے۔د خېبر پښتونخوا ګورنر

مزید خبریں
اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي چې موسمياتي بدلون نه يوازې پاكستان بلكه د ټولې نړۍ لپاره لوے چېلنج دے٬په ټول هېواد كښې د قدرتي وسائلو بې دريغه استعمال له امله موسمياتي بدلونونو رامخې ته كېږي٬د موسمياتي بدلون مخ نيوي لپاره به په ګډه كار كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د موسمياتي بدلون په اړه كنفرنس ته خطاب كښې كړې۔فيصل كريم كنډي وئېلي دي چې د موسمياتي بدلون له امله زمونږ ماحولياتي نظام ځپلې كېږي٬كوم چې د انساني صحت لپاره زيات زيان رسونكې دے۔د موسمياتي بدلونونو له امله پیدا شوي مسئلې او ستونزو مخ نيوي لپاره كوټلي هڅو ته اړتيا ده۔ده ووئيل چې پاكستان د وړاندې څخه د اوبو مسئلو سره مخ دے٬كركيله په معيشت كښې د ملا تير حېثيت لري كوم چې د موسمياتي بدلونونو په خاص توګه د غېر متوقع بارانونو څخه زيات ځپلې كېږي٬تېر كال سېلاب له امله ګڼ شمير كسان بے كوره شوي او معيشت ته په اربونو روپۍ زيان رسيدلې۔ده ووئيل چې دا اثرات كمولو لپاره په وخت٬سمدستي او د ممكنه اقدامات كولو ته اړتيا ده۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل چې د موسمياتي بدلونونو مخ نيوي لپاره په لويه توګه د اونو كرلو ٬شمسي توان او نورو متبادل توان ذريعو له به وده وركول وي٬پاكستان پشان هېواد كښې به د اوبو ضائعه كېدل برداشت كولې نه شي٬پاكستان كښې د اوبو پانګو كښې اضافه او د اوبه خور جديد نظام ته د ودې وركولو ته اړتيا ده٬ګليشيئر د اوبو تر ټولو لويې پانګې دي٬د موسمياتي بدلونونو له امله ځپلې كېږي د دې له امله د اوبو كمې سره سره سېلاب پشان خطرې هم په تندۍ سره زياتېږي۔راتلونكو ورځو كښې دا صورتحال زمونږ د كركيلې او عام خلكو په ژوند كښې نور سنګين اثرات مرتب كولې شي









