سډنی 01 جنوري (اے پي پي) په آسټریلیا كښې د كوچنۍ الوتكې پېښه كښې د مړو شناخت روان دے۔ د آسټريليا ميډيا له مخې د نوې كال په پيل كېدو رامخې ته شوې دې افسوسناك پېښه كښې د برتانيې کیټرنګ کمپنۍ کمپاس چیف ایګزیکټو آفیسر رچرډ کزنز، د هغه دوه زامن ، 11 كلنه لور او منګیتر شامل دي۔ په پېښه كښې د الوتكې پائلوټ هم مړ شوے۔ دا پېښه …
په آسټریلیا كښې د كوچنۍ الوتكې په پېښه كښې د مړو شناخت روان دے

مزید خبریں
سډنی 01 جنوري (اے پي پي) په آسټریلیا كښې د كوچنۍ الوتكې پېښه كښې د مړو شناخت روان دے۔ د آسټريليا ميډيا له مخې د نوې كال په پيل كېدو رامخې ته شوې دې افسوسناك پېښه كښې د برتانيې کیټرنګ کمپنۍ کمپاس چیف ایګزیکټو آفیسر رچرډ کزنز، د هغه دوه زامن ، 11 كلنه لور او منګیتر شامل دي۔ په پېښه كښې د الوتكې پائلوټ هم مړ شوے۔ دا پېښه د آسټریليا سډني ښار شمال كښې 50 کلومیټره لرې په کووان سيمه كښې د اتوار په ورځ هغه مهال رامخې ته شوې كله چې يوه كوچنۍ الوتكه د الوت په مهال په هاك بری درياب كښې رانسكوره شوه۔ د پولیسو له مخې په مړو شويو كښې د ټولو كسانو مړي په سمدستي توګه د الوتكې د ملبې څخه راوېستل شوي دي خو د هغوي شناخت لا روان دے۔ د پېښې په اړه پلټنې پيل كړې شوې دي۔










