د برېښنا په اړه مسئلو حل كولو لپاره به وفاقی او صوبائی ادارے په ګډه كار كوي۔ سردار عبدالرحمن کھیتران

کوئټه 04 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیر(پبلك هیلتھ انجینئرنګ & واسا) سردار عبدالرحمن کھیتران ووئيل بارکھان كښې د برېښنا په اړه مسئلو حل كولو له به وفاقی او صوبائی ادارے په ګډه كار كوي،دې لپاره شريك مشاورت او د مسئلو حل كولو ته اړتيا ده۔ده دا خبره د شورو په ورځ بارکھان كښې پلاوي سره د برېښنا په مسئلو خبرو اترو كښې وكړه ٬ په دې مهال دې …

کوئټه 04 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیر(پبلك هیلتھ انجینئرنګ & واسا) سردار عبدالرحمن کھیتران ووئيل بارکھان كښې د برېښنا په اړه مسئلو حل كولو له به وفاقی او صوبائی ادارے په ګډه كار كوي،دې لپاره شريك مشاورت او د مسئلو حل كولو ته اړتيا ده۔ده دا خبره د شورو په ورځ بارکھان كښې پلاوي سره د برېښنا په مسئلو خبرو اترو كښې وكړه ٬ په دې مهال دې خبري ته سلا راغله چې ټولي مسئلي به په ګډه حل كولے شي۔ده ووئيل د برېښنا مسئلو او په دې لړ كښې د اولس تحفظات لري كولو ته اړتيا ده۔ وفاقی او صوبائی چارواكو د دې مسئلو حل كولو له شريك تګلاري له مخې اقداماتو كولو ته سلا شول۔صوبائی وزیر ووئيل دا يوه پخوانۍ مسئله ده د كومي په بشپړه ډول حل كولو كښې چې به وخت لګي

مزید خبریں