خصوصي وګړي زمونږ د ټولنې برخه دي ٬ د دوئي به خصوصي خيال ساتلې شي: د وزيراعلی مير سرفراز بګټي دستورې ته خطاب

کوئټه۔ 03 دسمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د خصوصي وګړو مرستې له ''کمک پروګرام'' ته د ودې وركولو عزم څرګندولو سره وئيلي دي خصوصي وګړي زمونږ د ټولنې برخه دي او د دوئي به خصوصي خيال ساتلې شي٬ خصوصي وګړو له قانون ته حتمي شكل وركولو سره به راروان مالي كال كښې دوئي لپاره جلا بجټ بېلولې شي٬ د خصوصي وګړو په سكالرشپ كښې به …

کوئټه۔ 03 دسمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د خصوصي وګړو مرستې له ”کمک پروګرام” ته د ودې وركولو عزم څرګندولو سره وئيلي دي خصوصي وګړي زمونږ د ټولنې برخه دي او د دوئي به خصوصي خيال ساتلې شي٬ خصوصي وګړو له قانون ته حتمي شكل وركولو سره به راروان مالي كال كښې دوئي لپاره جلا بجټ بېلولې شي٬ د خصوصي وګړو په سكالرشپ كښې به 100 فيصده اضافه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په كوئټه كښې د خصوصي وګړو د ورځې په موقع راجوړې كړې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د خزانې صوبائي وزير میر شعیب نوشیرواني ،پارلیماني سېکتر حاجی ولي محمد نورزئی ، د بلوچستان حكومت وياند شاهد او نور اړوند چارواكي موجود وو۔وزیراعلیٰ میرسرفرازبګټي د خصوصي وګړو مرستې له د “کمک پروګرام” پراخه كولو ٬ دوئي لپاره اسكالرشپ كښې د 100 فيصد زياتوالي او راروان مالي كال كښې خصوصي وګړو له د جلا بجټ بېلولو اعلان سره ووئيل د وزیراعلیٰ هاؤس دروازې د ګردې صوبې خصوصي وګړو لپاره هر وخت پرانستې دي٬ د صوبې په پالېسيو كښې د خصوصي وګړو ګډون باوري كولو له او د دوئي سرپرستۍ له به كوټلي ګامونه پورته كولې شي۔ میرسرفرازبګټي ووئيل په بلوچستان كښې خصوصي وګړو لپاره قانون ته به په شلو ورځو كښې حتمي شكل وركړے شي۔ خصوصي وګړي زمونږ د ټولنې مهمه برخه دي٬ دوئي ته د نورو خلقو په څير آسانۍ وركولو له هڅې كوؤ۔ په سړكونو به غېر ضروري سپيډ برېكرې ختمې كړې شي بلكه معذوره مېرمنو ته به سفر لپاره پنك سكوټي وركولې شي۔ ده ووئيل د بلوچستان حكومت په ټولشموله پرمختګ باور لري

مزید خبریں