پېښور ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا 325 زده كوؤنكو د امريكې سفارتخانې په مالي مرسته چلېدونكې انګلش وركس پروګرام كښې شموليت اختيار كړے۔ په پېښور كښې د پرانستې په يوه دستوره كښې قونصل جنرل شانټے مور د خېبر پښتونخوا 325 زده كوؤنكو ته هركلے اووې كوم چې د امريكې سفارت تر اهتمام لاندې په انګلش وركس پروګرام كښې شامل شول۔ دا د شپږو مياشتو پروګرام دے …
د خيبر پښتونخوا 325 زده كوؤنكي د امريكائي سفارت په انګلش وركس پروګرام كښې شامل شول

مزید خبریں
پېښور ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا 325 زده كوؤنكو د امريكې سفارتخانې په مالي مرسته چلېدونكې انګلش وركس پروګرام كښې شموليت اختيار كړے۔ په پېښور كښې د پرانستې په يوه دستوره كښې قونصل جنرل شانټے مور د خېبر پښتونخوا 325 زده كوؤنكو ته هركلے اووې كوم چې د امريكې سفارت تر اهتمام لاندې په انګلش وركس پروګرام كښې شامل شول۔ دا د شپږو مياشتو پروګرام دے كوم چې د انګلېسۍ ژبې مهارت ښه كوي ٬ د كميپوټر سره اړوند صلاحيتونو ته وده وركوي او ملازمتونو لپاره د ضروري علم په ترلاسه كولو كښې مرسته كوي۔ په دې كښې د 240 ساعتونو تدريس هم شامل دے۔ كال 2005 څخه تر دې دمه په پاكستان كښې 27,000 څخه زياتو زده كوؤنكو په دې پروګرامونو كښې برخه اغستې ده ٬ دا د دواړو هېوادونو ترمينځه د پراخه مرستې يو مثال دے









