د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د شهيد كيپټن زوهيب الدين كور ته لاړو٬د غمرازۍ څرګندونه او لاس نيوه

لاهور 03 دسمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼدي د نهې په ورځ د صوبائي سرښار لاهور پارك ويو سټي كښې د شهيد كيپټن محمد زوهيب الدين كور ته لاړو٬د شهيد كورنۍ سره يې د غمرازۍ څرګندونه وكړه او د ارواښاد لپاره يې لاس نيوه وكړه۔د كے پي كے ګورنر د ارواښاد كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره دعا وكړه چې لويې څښتن دې كپيټن زوهيب شهيد له …

لاهور 03 دسمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼدي د نهې په ورځ د صوبائي سرښار لاهور پارك ويو سټي كښې د شهيد كيپټن محمد زوهيب الدين كور ته لاړو٬د شهيد كورنۍ سره يې د غمرازۍ څرګندونه وكړه او د ارواښاد لپاره يې لاس نيوه وكړه۔د كے پي كے ګورنر د ارواښاد كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره دعا وكړه چې لويې څښتن دې كپيټن زوهيب شهيد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي ۔ده شهيد افسر ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د شهيدانو وينې به بې ضائع نه ځي٬ترهه ګر زمونږ حوصلې كمزورې كولې نه شي٬هغوي به ډېر زر خپل انجام ته ورسولې شي او د هېواد څخه به د ترهه ګرۍ نوغي اويستلے شي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل پاكستانے قام په خپلو شهيدانو وياړ لري٬دا زما لپاره د اعزاز خبره ده چې د يو بهادر شهيد افسر كورنۍ سره ملاقات كوم۔

مزید خبریں