پېښور۔ 02 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور سره د كرم په معامله د جوړې كړې لويې جرګې ملاقات وكړو۔ د وزیراعلی هاوس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د وزيراعلی د اطلاعات صلاحكار بېرستر اېم علي سيف هم موجود ؤ۔ د جرګی په غړو كښې پخوانے وفاقي وزير نورالحق قادري ، پخوانے سېنېټر صالح شاہ، پخوانے سېنېټر سجاد خان، پخوانے …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سره د كرم په معامله د جوړې كړې لويې جرګې ملاقات

مزید خبریں
پېښور۔ 02 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور سره د كرم په معامله د جوړې كړې لويې جرګې ملاقات وكړو۔ د وزیراعلی هاوس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د وزيراعلی د اطلاعات صلاحكار بېرستر اېم علي سيف هم موجود ؤ۔ د جرګی په غړو كښې پخوانے وفاقي وزير نورالحق قادري ، پخوانے سېنېټر صالح شاہ، پخوانے سېنېټر سجاد خان، پخوانے وفاقی وزیرغازي ګلاب جمال، د خېبر پښتونخوا پخوانے ګورنر انجینئر شوکت، سېنېټر عبد الرزاق او نور شامل وو۔ په ملاقات كښې د كرم مسئلې حل لپاره د رسمي خبرو په پېل كولو او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د جرګې غړو د معاملې په سوله ايز ډول حل كولو له د ټولو ممكنه هڅو او په دې لړ كښې صوبائي حكومت سره د هر ډول مرستې كولو باور وركړو۔ د جرګې غړو د كرم مسئله د جرګې د لارې په سوله ايز ډول حل كولو له د وزیراعلی علی امین ګنډا پور هڅې ه موستائېلې۔ لويه جرګه به په راروانو څو ورځو كښې د كرم دوره كولو سره فريقينو سره خبرې پېل كړي۔ وزیراعلی علی امین ګنډاپور د معاملې حل كولو له صوبائي حكومت سره په مرسته كولو د جرګې د غړو مننه وكړه۔ په دې موقع وزیراعلی علی امین ګنډا پور ووئيل صوبائي حكومت به سيمې ته خبرو اترو لپاره تللو كښې د جرګې غړو ته ټولې ضروري آسانۍ وركوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د لويې جرګې د لارې به د كرم معاملې سوله ايز او تلپاتې حل رامخې ته شي









