د ایډز رنځ په ضد شعور بيدارولو ته اړتيا ده۔سرفراز بګټی

کوئټه 01 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی وئيلي دي چې د ایډز رنځ په ضد شعور بيدارولو ته اړتيا ده۔د ایډز نړيوالي ورځ په اړه جاري شوې بيان كښې ده ووئيل د ايډز نړيوالي ورځ په 01 دسمبر لمانځلے كېږي چې مقصد ئې په ټوله نړۍ كښې وګړو له د ایچ آئی وی ایډز په اړه هر ممکن معلومات وركول دي،د هغې وجوهات او درملنې …

کوئټه 01 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی وئيلي دي چې د ایډز رنځ په ضد شعور بيدارولو ته اړتيا ده۔د ایډز نړيوالي ورځ په اړه جاري شوې بيان كښې ده ووئيل د ايډز نړيوالي ورځ په 01 دسمبر لمانځلے كېږي چې مقصد ئې په ټوله نړۍ كښې وګړو له د ایچ آئی وی ایډز په اړه هر ممکن معلومات وركول دي،د هغې وجوهات او درملنې په اړه وګړو كښې بیداری پيدا كول او په دې اړه غلط فهۍ لري كول دي۔ وزیر اعلیٰ ووئيل ریاست او د ټولېني په شريكه هڅو په دې رنځ قابو موندلې شو۔ده اندېښنه څرګنده كړه چې وخت سره سره د ایډز رنځورانو شميره زياتيږي د كوم مخنيوي ته چې اړتيا ده۔ده ووئيل صوبائی حکومت به د هر هغه هڅي مسرته كوي د كومي د لاري چې د دې رنځ مخنيوي ممكن كيدے شي۔

مزید خبریں