كوئټه28 نومبر(اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ په تحريك انصاف د بندېز لګولو قرارداد منظور كړو دغسې اپوزېشن د قرارداد مخالفت كولو سره د ايوان څخه واك آؤټ وكړو۔د زيارت په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د سپيكر كيپټن(ر)عبدالخالق اچكزئي په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د پاكستان مسلم ليګ(ن)پارليماني لارښود مير سليم احمد كهوسه د مير صادق عمراني٬مير عاصم كرد ګيلو٬راحيله حميد دراني٬زرك خان مندوخيل د اړخه قرارداد وړاندې …
د بلوچستان اسمبلۍ په تحريك انصاف د بندېز لګولو قرارداد منظور كړو

مزید خبریں
كوئټه28 نومبر(اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ په تحريك انصاف د بندېز لګولو قرارداد منظور كړو دغسې اپوزېشن د قرارداد مخالفت كولو سره د ايوان څخه واك آؤټ وكړو۔د زيارت په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د سپيكر كيپټن(ر)عبدالخالق اچكزئي په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د پاكستان مسلم ليګ(ن)پارليماني لارښود مير سليم احمد كهوسه د مير صادق عمراني٬مير عاصم كرد ګيلو٬راحيله حميد دراني٬زرك خان مندوخيل د اړخه قرارداد وړاندې كړو۔د قرارداد متن له مخې په 9 مئي په ټول هېواد كښې فسادات كونكې ګوند پي ټي آئي د اړخه يو ځل بيا د تشدد كاروائۍ شوي۔پي ټي آئي په دې ډول انتشاري ايجنډا د هېواد ټول نظام پشمول عدليه٬مېډيا او د هېواد اكانومي ځپلې۔د صوبې آئيني وزيراعلٰی د وفاق او فيډرېشن په ضد د محاذ آرائي خبرې د هېواد دښمنه قواؤ ايجنډا د مخ په وړاندې بوتللو مترادف ده۔د خېبرپښتونخوا حكومت سركاري مشينري او وسائلو استعمال سره په وفاق بريد د كوم هم سياسي ګوند غېر سياسي ايجنډې ښكاره ثبوت دے۔د بلوچستان اسمبلۍ دا ايوان په هېواد كښې د انتشار په خپرولو غوښتنه كوي چې په پي ټي آئي دې په سمدستي توګه بندېز ولګولے شي۔د جماعت اسلامي د اړخه د قرارداد مخالفت وكړے شو۔د اپوزېشن د بائيكاټ نه پس قرارداد په شريكه توګه منظور كړے شو۔د دې نه پس د بلوچستان اسمبلۍ غونډه تر نامعلومې مودې وځنډولې شوه









