د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د برتانيې اوورسيز بزنس فورم پلاوي ملاقات

پیښور28 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د برتانيې د اوورسيز فورم استازي پلاوي د چيئرمېن محمد فاروق خان په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔د پیښور ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې پلاوي ګورنر د فورم تر سيوري لاندې د برتانيې پشمول نورو هېوادونو كښې د پاكستان مصنوعات او كاروبار ته ودې وركولو په اړه د خذمات نه خبر كړو۔په دې موقع …

پیښور28 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د برتانيې د اوورسيز فورم استازي پلاوي د چيئرمېن محمد فاروق خان په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔د پیښور ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې پلاوي ګورنر د فورم تر سيوري لاندې د برتانيې پشمول نورو هېوادونو كښې د پاكستان مصنوعات او كاروبار ته ودې وركولو په اړه د خذمات نه خبر كړو۔په دې موقع د خېبرپښتونخو ګورنر پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل د خېبرپښتونخوا كاروباري څانګې نړۍ كښې معارفي كولو لپاره د سنجيده اقدامات ضرورت دے٬په صوبه كښې د سېلګرۍ څانګې پرمختګ لپاره به اړوندې چارې آسانول وي۔پلاوي ګورنر ته ووئيل د پنجاب او سندھ په مقابل كښې د خېبرپښتونخوا څخه د ايكسپورټ د نشته برابر دے۔د برتانيې پشمول ټولو اروپائي هېوادونو كښې د خېبرپښتونخوا كاروباري ننندارتون لپاره كردار ادا كول غواړو۔

مزید خبریں