خېبر پښتونخوا سوځي خو صوبائی حکومت د اسلام آباد په سوځولو كښې بوښت دے ۔ ګورنر فیصل کریم کنډي

پېښور 27 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئيلي دي امن و امان د صوبې مهمه مسئله ده، ضم شوې ضلع کرم كښې اکتوبر نه تر اوسه 150 څخه زيات كسان شهيدان شوي، د ضم شوې ضلعې کرم دورہ به كوم ٬ د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ له هم بلنه وركوم چې زما سره ضلع کرم ته لاړ شي، ضلع کرم مسئلې دې سیاسی قیادت …

پېښور 27 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئيلي دي امن و امان د صوبې مهمه مسئله ده، ضم شوې ضلع کرم كښې اکتوبر نه تر اوسه 150 څخه زيات كسان شهيدان شوي، د ضم شوې ضلعې کرم دورہ به كوم ٬ د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ له هم بلنه وركوم چې زما سره ضلع کرم ته لاړ شي، ضلع کرم مسئلې دې سیاسی قیادت د هغه ځائې وګړو سره په كډه حل كړي، دسمبر مياشت كښې په ګورنر هاؤس كښې ټول ګونديز کنفرنس کوو، وزیراعلٰی له هم په دې كښې بلنه وركوم،په دې اړه ټول صوبائی سیاسی قائدینو سره رابطه كوم، ده ووئېل د خېبر پښتونخوا سیاسي ګوندونه او مشران دې په ګډه د صوبې مسئلے حل كړي او د وفاق څخه د صوبې حق اخستلو له دې شريك کردار ترسره كړي، وفاق دې هم د مشر ورور په حيث صوبه كښې د ترهه ګرۍ ختمولو له كوټلې كردار ترسره كړي۔ګورنر هاؤس پېښور كښې پرېس کنفرنس ته وينا كښې د خېبر پښتوبخوا ګورنر صوبه كښې د رواني تاامنۍ او په خاص توګه ضلع کرم كښې د افسوس وړ پېښو باندې د تشویش څرګندونه كولو سره ووئيل اکتوبر نه تر اوسه ضلع کرم ته وزیراعلیٰ او نه كوم بل قیادت هلته تللے، خېبر پښتونخوا دا وخت سوځي خو صوبائی حکومت د اسلام آباد په سوځولو كښې بوښت دے،ده ووئيل هلال احمر خېبرپښتونخوا او هلال احمر ضم شوو ضلعو هنګو ، دو آبه او ټل كښې امدادی کیمپونه لګولي٬ 500 كورنيو له خوراك او ضروري څيزونه هلال احمر پاکستان ورسولي،نړيوالو ادارو څخه اپيل كوم چې هلال احمر سره په ګډه ضلع کرم څخه د ګډه كوونكو ځپليو بحالۍ او آبادکارۍ لپاره مرسته وكړي، ده ووئېل زه په دې افسوس لرم چې صوبائی پی ډی اېم اے څخه مرسته وغوښتلې شوه نو هغوي سره څه هم نه وو۔ده ووئيل بايد وفاقي حکومت منصوبه بندي وكړي چې په ریاست بيا بيا بريد كوونكي منع كړي، پولیس او رینجرز ځوانان شهيدان كړې شوي، د احتجاج مخنيوي لپاره لاري بندولو سره د ژوند معمولات او کاروبار ځپلے شوے ٬ ده ووئېل هېواد په سم پلو روانولو له به د بهر څخه څوك نه راځي ٬ مونږ له به پخپله خپل حالات ښه كول وي۔

مزید خبریں