ضلع کرم كښې حالات دېر خراب دي ، انتظامیه صورتحال قابو کولو كښې ناكامه راغلې ۔سکندر شیرپاؤ

پېښور 27 نومبر (اے پي پي) د قومي وطن پارټي صوبائي چیئرمېن سکندر حیات شیرپاؤ وئيلي دي ضلع کرم كښې حالات ډېر خراب دي ، انتظامیه صورتحال قابو کولو كښې ناكامه راغلې ۔پېښور كښې پرېس کنفرنس کښې سکندر حیات شیرپاؤ ووئيل دغه پېښو كښې تر اوسه 82 كسان مړه او ګڼ شمير ژوبل شوي خو اصل شميره دې څخه زياته ده۔ده ووئيل تيرو درېو مياشتو راهسې کرم ضلع په زندان …

پېښور 27 نومبر (اے پي پي) د قومي وطن پارټي صوبائي چیئرمېن سکندر حیات شیرپاؤ وئيلي دي ضلع کرم كښې حالات ډېر خراب دي ، انتظامیه صورتحال قابو کولو كښې ناكامه راغلې ۔پېښور كښې پرېس کنفرنس کښې سکندر حیات شیرپاؤ ووئيل دغه پېښو كښې تر اوسه 82 كسان مړه او ګڼ شمير ژوبل شوي خو اصل شميره دې څخه زياته ده۔ده ووئيل تيرو درېو مياشتو راهسې کرم ضلع په زندان بدله شوې،7 لکهه وداني په عذاب اخته كړې شوي، دلويې سترې لارې په بندولو وګړي ستونزو سره مخ دي۔ده ووئيل پېښو كښې ميرمني او ماشومان هم په نخښه كړې كېږي ٬ دا د پښتون روایات هم په ضد خبره ده، ده ووئېل بايد د پېښو جوډېشل انکوائری وكړې شي۔ده ووئيل باد ټول سياسي ګوندونه کرم كښې امن له په ګډه هڅي وكړي۔په دې موقع د سکندر شیرپاؤ سره صوبائی وائس چیئرمېن سید فیاض علی شاہ، مرکزی سیکرټري اطلاعات طارق خان ، ډاكټر فاروق، شکیل وحیداللہ او نور هم وو۔

مزید خبریں