په ميرمنو د تشدد ختمولو نړيواله ورځ سبا لمانځلې شي

فېصل آباد۔ 24 نومبر (اے پی پی) په مېرمنو د تشدد ختمولو نړيواله ورځ (انټرنېشنل ډے آف وائلنس اګېنسټ وومن) سبا ( په 25 نومبر د ګل په ورځ) لمانځلې شي۔ په دې موقعه به د مېرمنو حقونو له د فعاله اېن جي اوز ٬ وومن سنټر ٬ د بشري حقونو كمېشن ٬ وائټ ربن تنظيم اور نورو ادارو تر سېوري لاندې د بېلو دستورو او واكس اهتمام كولے شي …

فېصل آباد۔ 24 نومبر (اے پی پی) په مېرمنو د تشدد ختمولو نړيواله ورځ (انټرنېشنل ډے آف وائلنس اګېنسټ وومن) سبا ( په 25 نومبر د ګل په ورځ) لمانځلې شي۔ په دې موقعه به د مېرمنو حقونو له د فعاله اېن جي اوز ٬ وومن سنټر ٬ د بشري حقونو كمېشن ٬ وائټ ربن تنظيم اور نورو ادارو تر سېوري لاندې د بېلو دستورو او واكس اهتمام كولے شي دغسې چې د مېرمنو كورني تشدد ٬ جسماني تشدد ٬ په جنسي توګه د ځورونې او په دفترونو ٬ نيم سركاري٬ صنعتي ٬ كاروباري ٬ تجارتي او نورو ادارو كښې د كار په مهال ستونزو څخه خلاصي او د دوئي د مسئلو په اړه اولسي شعور بېدار كړے شي۔ د دې ورځې پېل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د يو قرارداد له منظورۍ څخه وروستو په 25 نومبر كال 1999ﺀ وكړے شو او دغې څخه وروستو هر كال په 25 نومبر د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې په مېرمنو د تشدد ختمولو له دا نړيواله ورځ لمانځلې شي۔ د يوې نړيوالې ادارې د رپورټ له مخې په ګرده نړۍ كښې په هر 6 مېرمنو كښې 1 مېرمن په څه نه څه ډول د سړي لخوا تشدد سره مخ كيږي۔

مزید خبریں