د پاړه چنار پيښې او خيبر پښتوخوا كښې د روانې ناامنۍ په ضد اے اين پي سبا په ګرده صوبه كښې توره ورځ لمانځي : د اے اين پي مركزي صدر ايمل ولي خان

پېښور ۔ 24 نومبر (اے پی پی) د پاړه چنار په پيښه او خيبر پښتوخوا كښې په روانه ناامنۍ اے اين پي سبا په ګرده صوبه كښې توره ورځ لمانځي۔ د ګردې صوبې په ضلعي هېډكوارټرز كښې به د پاړه چنار پېښې او په خېبر پښتونخوا كښې د روانې ناامنۍ په ضد احتجاج ريكارډ كولے شي۔ د اے اېن پي مركزي صدر اېمل ولي خان به د پېښور پرېس كلب …

پېښور ۔ 24 نومبر (اے پی پی) د پاړه چنار په پيښه او خيبر پښتوخوا كښې په روانه ناامنۍ اے اين پي سبا په ګرده صوبه كښې توره ورځ لمانځي۔ د ګردې صوبې په ضلعي هېډكوارټرز كښې به د پاړه چنار پېښې او په خېبر پښتونخوا كښې د روانې ناامنۍ په ضد احتجاج ريكارډ كولے شي۔ د اے اېن پي مركزي صدر اېمل ولي خان به د پېښور پرېس كلب مخې ته لاريون كښې ګډون كوي۔ صوبائی صدر میاں افتخار حسېن او صوبائی عمومي سېكتر حسېن شاہ یوسفزئی به هم په پېښور لاريون كښې برخه اخلي۔ د اے اېن پي لخوا جاري شوي بيان كښې اېمل ولي خان وئيلي چې په لاريونونو كښې به د كرم پېښې په شمول د ټولو شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولې شي٬ د كرم وګړو ته په دې حالاتو كښې په خپلو جذباتو د قابو ساتلو اپيل كوو ، امن زمونږ ضرورت دے٬ اے اېن پي امن په ځاے كولو له كمېټي اعلان كړې ده٬ مذاكراتي كمېټي به امن په ځاے كولو له ټولو فريقو او ځائي مشرانو سره مذاكرات كوي۔

مزید خبریں