پېښور ۔ 23 نومبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور په هدايت په كرم كښې د امن وضعيت ښه كولو له د قانون صوبائي وزير آفتاب عالم اېډوکېټ په مشرۍ كښې يو پلاوې کرم ته روان شو۔ په پلاوي كښې د خېبر پښتونخوا چيف سېکرټري نديم اسلم چوهدري، کمشنر کوهاټ ډويژن ٬ ډي آئي جي کوهاټ او د ډي پي او پشمول نور اعلی افسران شامل …
د وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور په هدايت كرم كښې د امن وضعه ښه كولو له د صوبائي وزير آفتاب عالم اېډوکيټ په مشرۍ كښې پلاوې کرم ته روان شو

مزید خبریں
پېښور ۔ 23 نومبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور په هدايت په كرم كښې د امن وضعيت ښه كولو له د قانون صوبائي وزير آفتاب عالم اېډوکېټ په مشرۍ كښې يو پلاوې کرم ته روان شو۔ په پلاوي كښې د خېبر پښتونخوا چيف سېکرټري نديم اسلم چوهدري، کمشنر کوهاټ ډويژن ٬ ډي آئي جي کوهاټ او د ډي پي او پشمول نور اعلی افسران شامل دي۔ پلاوې به د کرم ضلعې د حالاتو جاج اخلي او د امن او امان بحالۍ لپاره به جرګه بیا فعاله کړي۔ پلاوې به له دورې څخه وروستو د امن او امان په اړه خپل راپور د خېبر پښتونخوا وزيراعلی ته وړاندې کوي۔ په دې موقع د قانون صوبائي وزیر افتاب عالم اېډوکېټ وویل چې د خېبرپښتونخوا حکومت، پولیس او نورې ادارې د امن او امان صورتحال ښه کولو لپاره جدي هڅې کوي۔ ده وويل د امن او امان بحالۍ لپاره به كه پاك پروردګار ته منظور وي جدي ګامونه پورته كوو او خپل بشپړ كردار به ترسره كوو۔









