لاهور۔23نومبر(اے پی پی) د پنجاب د اطلاعاتو صوبائي وزيرې عظمی بخاري وئيلي دي چې امین ګنډا پور سره په خيبر پښتونخو كښې د امن نه د احتجاج او سياست فكر دے ٬ په اسلام آباد بريد كوؤنكي د هيواد دښمنان دي٬ په شريعت خبره كوؤنكې بشری بي بي څوك ده ٬ پي ټي آئي په ورور اسلامي هېواد تورونه لګولو سره بايد شرم محسوس كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې …
امین ګنډا پور سره په خيبر پښتونخوا كښې د امن نه د احتجاج او سياست فكر دے ٬ په اسلام آباد بريد كوؤنكي د هيواد دښمنان دي٬ عظمی بخاري

مزید خبریں
لاهور۔23نومبر(اے پی پی) د پنجاب د اطلاعاتو صوبائي وزيرې عظمی بخاري وئيلي دي چې امین ګنډا پور سره په خيبر پښتونخو كښې د امن نه د احتجاج او سياست فكر دے ٬ په اسلام آباد بريد كوؤنكي د هيواد دښمنان دي٬ په شريعت خبره كوؤنكې بشری بي بي څوك ده ٬ پي ټي آئي په ورور اسلامي هېواد تورونه لګولو سره بايد شرم محسوس كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په ډي جي پي آر كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل په خېبر پښتونخوا له تېرو څو كلونو راهېسې د پي ټي آئي حكومت دے خو دغلته كوم هم مېګا پراجېكټ پېل نه كړے شو٬ د كے پي كے وزيراعلی سره صوبه كښې د پرمختيائي كار كولو نه بلكې د سياست او احتجاج فكر دے۔ دې ووئيل تېرو څو ورځو څخه د خېبر پښتونخوا په ضلعو كرم او پارا چنار كښې د جنګ حالت دے او دغلته د امن وضعه ناوړه ده٬ امین ګنډاپور بايد دغلته لاړ شي او امن بحالولو له هڅې وكړي۔ دې ووئيل د بشری بی بی بیان د حکومتی ادارو او خارجي اړيكو خرابولو سازش دے۔ دې ووئيل كله هم چې د هېواد معاشي حالت ښه كېدو پلو روان شي نو شرخوښي عناصر په هېواد كښې فساد پېل كړي۔ دې ووئيل په هېواد كښې امن په ځاے ساتل د وفاقي او صوبائي حكومتونو ذمه واري ده۔ حكومت اولس د انتشاري ډلې په رحم وكرم پرېښودلې نه شي۔عظمی بخاری ووئيل اسلام آباد هائي كورټ ښكاره هدايات وركړې دي چې په هېواد كښی به د كوم اړي ګړي اجازه وركولې نه شي۔ دا يۍ هم وئيلې دي چې احتجاج لپاره دې پي ټي آئي ته يو ځاے وركړې شي چرته چې هغه خپل احتجاج ريكارډ كړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل علي امين او د پارټۍ بانۍ دې خپل بچي احتجاج لپاره بهر راوباسي٬ د نورو خلكو د بچو ژوند ولې خطرې سره مخ كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل كه پي ټي آئي احتجاج كوي نو په كے پي كے كښې دې وكړي خو هغوي په اسلام آباد بريد كول غواړي۔ دې ووئيل ميډيا له به هم خپل كردار ترسره كول وي او اولس ته بايد دا ووائي چې په هېواد كښې كوم ګوند پرمختګ او كوم فساد غواړي۔ د موټروېز بندولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل پي ټي آئي يو ترهګر ګوند دے او د ترهګر تنظيمونو مخنيوي لپاره هم داسې كولې شي۔









