د خيبر پښتونخوا پوليس افسرانو او اهلكارو لپاره ضابطه اخلاق جاري كړے شو

پېښور ۔ 22 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا پوليس افسرانو او اهلكارو لپاره ضابطه اخلاق جاري كړے شو۔ د خېبر پښتونخوا ډي آئي جي آپرېشنز لخوا پوليس افسرانو ته په استولې شوې مراسله كښې ليكلي شوي چې د ګنرز په شمول پوليس اهلكار دې سياسي غونډې ته د تللو څخه منع كړې شي٬ كوم هم اهلكار به صوبې څخه بهر په كوم هم حېثېت سره كوم كردار نه …

پېښور ۔ 22 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا پوليس افسرانو او اهلكارو لپاره ضابطه اخلاق جاري كړے شو۔ د خېبر پښتونخوا ډي آئي جي آپرېشنز لخوا پوليس افسرانو ته په استولې شوې مراسله كښې ليكلي شوي چې د ګنرز په شمول پوليس اهلكار دې سياسي غونډې ته د تللو څخه منع كړې شي٬ كوم هم اهلكار به صوبې څخه بهر په كوم هم حېثېت سره كوم كردار نه ترسره كوي۔ د مراسلې په متن كښې ليكلې شوي چې د پولیس فرض دي چې هغه غېر سياسي پاتې شي او د قانون سرلوړي په ځاے وساتي۔ ده ووئيل سركاري وسائل يا اختيارات دې د كوم سياسي ګوند ملاتړ له ونه كارولې شي۔ ټول ملازمين دې پېشه وره طريقې سره كار وكړي۔ پوليس افسرانو ته په ليكلې شوې مراسله كښې دا هم وئيلې شوي چې د مراسلې له مخې دې په هدايات عمل درآمد وكړے شي٬ كه كوم افسر يا اهلكار د احكامات خلاف ورزي وكړي نو په ضد به يۍ كارروائي كولې شي۔

مزید خبریں