پیښور 21 نومبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي خپل يو وېډيو پېغام جاري كولو كښې وئېلي دي تل دا خبره كوم چې په خېبرپښتونخوا كښې د امنيت صورتحال ښه نه دے ٬په دې لړ كښې ما د پاكستان وزيراعظم ته هم خط ليكلے دے٬صدر مملكت سره هم ملاقات شوے۔خو په دې مسئله د صوبائي حكومت رويه غېر ذمه واره ده۔صوبائي چارواكي په اسلام آباد بريد كول يا …
ګورنر صوبه كښې د امن او امان لپاره د آل پارټيز كنفرنس عنديه٬د صوبې امنيتي صورتحال سم نه دے٬وېډيو پېغام

مزید خبریں
پیښور 21 نومبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي خپل يو وېډيو پېغام جاري كولو كښې وئېلي دي تل دا خبره كوم چې په خېبرپښتونخوا كښې د امنيت صورتحال ښه نه دے ٬په دې لړ كښې ما د پاكستان وزيراعظم ته هم خط ليكلے دے٬صدر مملكت سره هم ملاقات شوے۔خو په دې مسئله د صوبائي حكومت رويه غېر ذمه واره ده۔صوبائي چارواكي په اسلام آباد بريد كول يا د خپل باني چيئرمېن راخوشې كولو لپاره جلسې جلسونه كوي خو صوبائي حكومت خپله صوبه ترهه ګرو ته سپارلې ده ٬د خلقو د ځان او مال تحفظ كولو كښې صوبائي حكومت ناكامه راغلے ٬ ده په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر په صوبه كښې د امن او امان لپاره د آل پارټيز كنفرنس عنديه وركړه چې په دسمبر كښې به آل پارټيز كنفرنس كولې شي۔په دې اړه ده ووئيل اے پي سي به په ګورنر هاؤس كښې كېږي٬په دې كښې د صوبې د امن او امان٬وسائلو او مركز سره مونږ څه ستونزې لرو ٬په دې اړه به د صوبې ټول سياسي ګوندونه راجمع كوو او د صوبې مقدمه به په دليل او دلائلو سره وفاق ته وړاندې كوو۔خپل وېډيو پیغام كښې ده ووئيل په صوبه كښې په نا امنۍ صوبائي حكومت مجرمانه خاموشي اختيار كړی٬كومه چې يوه پوښتنه ګرځي ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل په آل پارټيز كنفرنس كښې به د ټولو سياسي ګوندونو صوبائي صدران او ليډران رابلو٬د امتياز نه غېر به وزيراعلٰی هم رابلو دغسې چې هغه خپل دريځ وړاندې كړي۔ده ووئيل د سندھ٬بلوچستان او پنجاب وزيراعلٰی د پرمختيائي كارونو پرانسته كوي او زمونږ په صوبه كښې د پرلت ٬په اسلام آباد د بريد او د رياست په ضد خبرونه رامخې ته كېږي۔









