د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډي بنوں كښې په چیك پوسټ د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه

پېښور 20 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډي د بنوں په مالی خیل سيمه كښې د پاك پوځ او فرنټیئر كور په شريك چيك پوسټ د ترهه ګرو د بريد غنتدنه كړې ده۔ده په بريد كښې د 12 امنيتي اهلكارو په شهادت د هغوي د كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او د شهيدانو لوړو درجو له يې دعا اوكړه۔د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډي …

پېښور 20 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډي د بنوں په مالی خیل سيمه كښې د پاك پوځ او فرنټیئر كور په شريك چيك پوسټ د ترهه ګرو د بريد غنتدنه كړې ده۔ده په بريد كښې د 12 امنيتي اهلكارو په شهادت د هغوي د كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او د شهيدانو لوړو درجو له يې دعا اوكړه۔د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډي ووئيل د غمجنو كورنيو په غم كښې شريك يو،هېواد او قام لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوونكي اهلكار د قام اصل محسنان دي۔ده د امنيتي ځواكونو ستائنه كولو سره ووئيل هېواد كښې امن لپاره امنيتي ځواكونو په قربانو وركولو يو لويې تاريخ جوړ كړے،مونږ د امنيتي ځواكونو قربانو ته سلام كوو۔ده ووئيل د امنيتي ځواكونو دا قربانۍ به بے ځايه نه ځي،د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډي د شهيدانو د كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره په بريد كښې د 6 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده ووئيل د هېواد او قام دښمنان به پخپلو ناوړه مقاصدو كښې كامياب نشي۔

مزید خبریں