کراچۍ۔ 19 نومبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري سره د تركيه سفير عرفان نذير اوګلو او قونصل جنرل کیمل سانګو په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔ د جاری شوې اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر ووئيل پاک ترکیه دوه اړخيزه اړيكو څخه په زړه پورې ګټه ترلاسه كول غواړؤ ، ترك سرمايه كارو ته په صوبه كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركوم۔ ده زياته كړه تركيه …
ګورنر كامران ټيسوري سره د تركيه سفيرعرفان نذير ملاقات٬ په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
کراچۍ۔ 19 نومبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري سره د تركيه سفير عرفان نذير اوګلو او قونصل جنرل کیمل سانګو په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔ د جاری شوې اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر ووئيل پاک ترکیه دوه اړخيزه اړيكو څخه په زړه پورې ګټه ترلاسه كول غواړؤ ، ترك سرمايه كارو ته په صوبه كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركوم۔ ده زياته كړه تركيه سره تجارت زياتولو ته پام لرنه كوو٬ په دې لړ كښې به سفارت كاري مهمه ثابت شي۔ د تركيه سفير ووئيل د تركيه سرمايه كار د صوبې په بېلو څانګو كښې بشپړه خوښي لري۔ د تركيه سفير د قائداعظم د تاريخي كوټې دوره وكړه او دغلته د اېښودلے شوو څيزونو په اړه يۍ معلومات ترلاسه كړل۔ ميډيا سره خبرو كښې د سندھ ګورنر ووئيل پاک تركيه دوه اړخيزه اړيكې اوس په ملګرتيا بدلې شوي۔ ده ووئيل تركيه په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې۔ په صوبه كښې د ترك سرمايه كارو خوښي لرل خوشبينه ده ۔ ترک سفیر عرفان نذیر اوګلو ووئيل پاكستان په معاشي او دفاعي توګه يو مضبوط هېواد ليدل غواړؤ۔









