دوه نيم زره سكھ ياتريان حسن ابدال څخه لاهور ته روان شول

حسن ابدال۔ 18 نومبر (اے پی پی) دوه نيم زره سكھ ياتريان د خصوصي بسونو د لارې حسن ابدال څخه لاهور ته روان شول۔ د سکھ یاتریانو د روانېدو په وخت اسسټنټ کمشنر حسن ابدال اېم عارف قریشی، ډی اېس پی حسن ابدال ملک افتخار، ډی اېس پی ھېډ کوارټر اټک سردار اظهر شبیر او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ سکھ یاتريان د خصوصي بسونو دلارې د پوليس زياتې …

حسن ابدال۔ 18 نومبر (اے پی پی) دوه نيم زره سكھ ياتريان د خصوصي بسونو د لارې حسن ابدال څخه لاهور ته روان شول۔ د سکھ یاتریانو د روانېدو په وخت اسسټنټ کمشنر حسن ابدال اېم عارف قریشی، ډی اېس پی حسن ابدال ملک افتخار، ډی اېس پی ھېډ کوارټر اټک سردار اظهر شبیر او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ سکھ یاتريان د خصوصي بسونو دلارې د پوليس زياتې نفرۍ سره روان كړے شول۔ سکھ یاتریانو اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل مونږ لپاره پاكستاني حكومت ټول آسانۍ باوري كړې او مونږ په آزادۍ سره خپل مذهبي رسومات ادا كړل۔ ده ووئيل د استوګنې او لنګر په زړه پورې انتظامات شوي او مونږ داسې ګڼلې لكه مونږ په خپل وطن كښې يؤ۔ ده ووئيل پاكستان كښې خلقو مونږ ته زياته مينه راكړه۔ دوئي ووئيل مونږ غواړؤ چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د وېزې شرط ختم كړے شي دغسې چې مونږ آسانۍ سره دلته په راتللو عبادت وكړے شوو۔ په دې موقع د بھوګ رسم هم ادا كړے شو او خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې

مزید خبریں