لوک میله ، خیبرپښتونخوا په پرله پسې درېم ځل د پاکستان غوره پویلین ایوارډ وګټلو

پیښور ۔ 18 نومبر (اے پي پي) فوک فیسټیول آف پاکستان لوک میله كښې د خیبرپښتونخوا کلچراینډ ټورازم اتھارټي د پاکستان د غوره پویلین ایوارډ وګټلو ۔ د كلتور محكمې خیبرپښتونخوا تر مخه خېبر پښتونخوا پرله پسې په درېم ځل دا ایوارډ ګټونكې وړومبۍ صوبه ده ۔ په دې لړ كښې د لوک میله اسلام آباد د لوک میله فیسټیول اختتامي دستوره وشوه ۔ چې پكښې د قومې ورثې او …

پیښور ۔ 18 نومبر (اے پي پي) فوک فیسټیول آف پاکستان لوک میله كښې د خیبرپښتونخوا کلچراینډ ټورازم اتھارټي د پاکستان د غوره پویلین ایوارډ وګټلو ۔ د كلتور محكمې خیبرپښتونخوا تر مخه خېبر پښتونخوا پرله پسې په درېم ځل دا ایوارډ ګټونكې وړومبۍ صوبه ده ۔ په دې لړ كښې د لوک میله اسلام آباد د لوک میله فیسټیول اختتامي دستوره وشوه ۔ چې پكښې د قومې ورثې او كلتور وفاقي سیکرټري حسن ناصر جامي خاص مېلمه ؤ۔ د هغه سره ایګزیکټو ډائریکټر لوک ورثه مظفر علي برکي ، ډائریكټر جنرل خیبرپښتونخوا کلچراینډ ټورازم اتھارټي تاشفین حیدر، ډائریکټر لوک ورثه انوار احمد، جي ایم ټورازم اتھارټي سجاد حمید، جي ایم کلچر ټورازم اتھارټي اجمل خان، منیجر ایونټس حسینه شوکت پشمول نور مهم شخصیات موجود وو۔ لوک میله شکر پړیا كښې تېره ورځ يوه وقار لرونكې او رنګا رنګ دستوره وشوه چې پكښې انعامات وركړے شول ۔ میله كښې د ټولو صوبو، فنکارانو ، سندر غاړو او د غوره پویلین جوړونكو ته ایوارډز وركړے شول۔ په دې مهال خیبرپښتونخوا ته يو ځل بيا د پاکستان غوره پویلین ایوارډ وركړے شو كوم چې پرله د ګټلو پسې درېم ځل شو ، دغسې سندھ صوبې ته هم د غوره پویلین ایوارډ وركړے شو۔ وفاقي سیکرټري ګډون كوونكو له ایوارډز وركړل ۔ د انعامات وركولو په مهال د لوک ورثه د اړخه ګڼ نغد انعامات، د كلتور څانګې پوهانو د لوک ورثه د اړخه د تشکیل كړې جیوري په سفارشات مستندو هنر مندو مېرمنو او سړو ، لوک فنکارانو او موسیقارانو له ایوارډز وركړل ۔ دستوره كښې د لوك ورثه د اړخه 6 لاکھه 66 زره روپۍ نغد انعامات هنر مندانو ، لوک فنکارانو او موسیقارانو له وركړے شول ۔ د خیبر پښتونخوا انعامات او اېوراډز تر لاسه كوونكو فنکارانو او دستکارانو كښې فضل واحد سواتي له د شالونو جوړولو ، کاشف له د چارسدہ څپلو ، عانیه وسیم له د لیکر آرټ ، مریم ممتاز ، شیخ عثمان له د جناح کیپ ٬ قراقر ټوپۍ دغسې په نورو كښې شیرمجم،اسرار او بابر علي شاہ شامل وو ۔ ۔ دستوره كښې په زړه كلتوري رقص او لوک موسیقارانو پرفارمنس هم وړاندې كړو۔دستورې ته وفاقي سیکرټري ووئېل د لوک ورثه ډلې د هېواد د ګوټ ګوټ نه هنر مندان پلازمينه ته راوستلي دي ۔ حکومت د قامي ادارو قوي كولو له عزم لري ۔ كوم هم قام د خپل ثقافتي پیداوار په نظر انداز کولو د صنعت، سائنس او ټیکنالوجۍ كښې د ترقۍ متحمل كېدے نشي ۔

مزید خبریں